ads

پکتیکا کې د کرنې انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د ځايي چارواکو له لورې په دې ولایت کې د کرنې انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړلو کار پیل شو. د پکتیکا والي محب الله صمیم کلید ته وویل، چې دغه وداني د پوهنې وزارت له انکشافي بودیجې څخه په اتلس ميلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې په دوو تېره ورځ د […]

نویسنده: TKG
3 چنګاښ 1392
پکتیکا کې د کرنې انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د ځايي چارواکو له لورې په دې ولایت کې د کرنې انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړلو کار پیل شو. د پکتیکا والي محب الله صمیم کلید ته وویل، چې دغه وداني د پوهنې وزارت له انکشافي بودیجې څخه په اتلس ميلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې په دوو

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د ځايي چارواکو له لورې په دې ولایت کې د کرنې انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړلو کار پیل شو.

د پکتیکا والي محب الله صمیم کلید ته وویل، چې دغه وداني د پوهنې وزارت له انکشافي بودیجې څخه په اتلس ميلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې په دوو پوړونو کې به وي.

د نوموړي په وینا، په دې سره به د دې انستیتیوت د محصلینو زیاتې ستونزې هوارې شي او ترڅنګ یې له جوړونکي شرکت څخه هم د ښه کار کولو غوښتنه وکړه.

د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي وویل، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې ۱۶ درسي خونې به ولري او شل جریبه ځمکه یې ورته بېله کړي ده.

د نوموړي په وینا، دغه وداني به په یوه وخت کې د نېږدې اوه سوه محصلینو د ځاييدو وړتیا ولري.

د پکتیکا د ځايي چارواکو په وینا دوی په پلان کې لري، چې په دې ولایت کې په روان کال کې ۴۶ ښوونځیو لپاره هم د اړوند وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ودانۍ جوړې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA