ads

جان کري هند د افغانستان د چارو په حل كې پراخه رول لرونكى هېواد وباله

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د هند لپاره د زياتې ونډې غوښتنه وکړه. جان کري چې دا مهال د يوه درې ورځيني سفر په موخه له هندي چارواكو سره پر ځينو مسائلو د خبرو په هدف نوي ډيلي ته رسېدلى ويلي، چې په ۲۰۱۴ د امريکا د بهرنيو چارو وزير په […]

نویسنده: TKG
3 چنګاښ 1392
جان کري هند د افغانستان د چارو په حل كې پراخه رول لرونكى هېواد وباله

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د هند لپاره د زياتې ونډې غوښتنه وکړه. جان کري چې دا مهال د يوه درې ورځيني سفر په موخه له هندي چارواكو سره پر ځينو مسائلو د خبرو په هدف نوي ډيلي ته رسېدلى ويلي، چې په ۲۰۱۴

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د هند لپاره د زياتې ونډې غوښتنه وکړه.

جان کري چې دا مهال د يوه درې ورځيني سفر په موخه له هندي چارواكو سره پر ځينو مسائلو د خبرو په هدف نوي ډيلي ته رسېدلى ويلي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته رسېدل ورته په هېڅ صورت د زغملو وړ نه دى او له هنده يې په ټينګه په افغانستان کې د ونډې د زياتېدو غوښتنه وکړه.

هغه وايي، چې هند په افغانستان کې د راروان کال د آزادو او عادلانه انتخاباتو په يقيني کولو او د ستونزو په حل کې مهم رول لوبولاي شي: “د نړۍ دا لويه ډيموكراسي د افغانستان له حكومت سره د ټاكنو د سيسټم په وده او د شخړو د هواري لپاره يې د يوه ډاډمن او خپلواك چوكاټ په رامنځته كولو كې مرسته كولى شي”

دا په داسې حال كې ده چې هند تر دې دمخه  تېره اونۍ په قطر كې د طالبانو د دفتر د پرانيستل كېدو له بڼې سره خپل مخالفت څرګند كړ.

هند ټينګار كوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بايد د افغان دولت په مشرۍ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA