پاكستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې د پاکستان په شمالي سيمې ګلګت كې وسله والو پر يوه هوټل بريد كړى او لس بهرني سيلانيان يې وژلي دي. امنيتي چاواكي وايي، وژل شوي د يوې پاكستانۍ په ګډون د روسيې چين او اوكراين وګړي دي.
پاكستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې د پاکستان په شمالي سيمې ګلګت كې وسله والو پر يوه هوټل بريد كړى او لس بهرني سيلانيان يې وژلي دي.
امنيتي چاواكي وايي، وژل شوي د يوې پاكستانۍ په ګډون د روسيې چين او اوكراين وګړي دي.
ګلګت، چې له چين او کشمير سره ګډه پوله لري، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې له خوندي او د سيلانيانو لپاره په زړه پورې سيمو څخه شمېرل كېږي.
د پېښې مسئوليت لا تر اوسه چا نه دى منلى، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

