امريکايي چارواكو ويلي كه په قطر كې له طالبانو سره خبرې ناكامه شي ياد دفتر به وتړل شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري چې دا مهال په قطر كې دى ديوې خبري غونډې پر مهال ويلي ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د تيرې پنجشنبې
امريکايي چارواكو ويلي كه په قطر كې له طالبانو سره خبرې ناكامه شي ياد دفتر به وتړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري چې دا مهال په قطر كې دى ديوې خبري غونډې پر مهال ويلي ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د تيرې پنجشنبې په ورځ د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي او خبردارى وركوي چې كه په دې اړه پرمختګ ونه شو نو دوى به ددې دفتر د بېرته تړلو په اړه فكر وكړي.
له كېري سره په دې سفر كې له طالبانو سره د مذاكراتو لپاره د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړى استازى جېمز ډوبېنز هم ملګرتيا كوي.
دا خبرې وروسته تر هغې رامنځته شوي چې تېره ورځ په قطر كې يوه طالب وياند وويل، چې دمګړۍ يې له امريكا سره خبرې ځنډولي دي.
امريكا يي چارواكو څرګنده كړه ده، چې دوى غواړي د يوشمېر نورو موضوعاتو سربېره چې لا روښانه شوې نه ده، له طالبانو سره د بندي امريكايي سرتېري په اړه مذاكره وكړي.
ياد امريكايى سرتېرى څلور كاله وړاندې په پكتيكا ولايت كې طالبانو نيولى و، چې لا اوس هم له دوى سره اسير دى.


