د آى او اېم د دفتر هغه اېټالوى مېرمنې ساه وركړه چې تېره مياشت په کابل کې پر دې دفتر د وسله والو له لورې د شوي ډله ييز بريد له كبله ژوره ټپي شوې وه.
د آى او اېم د دفتر هغه اېټالوى مېرمنې ساه وركړه چې تېره مياشت په کابل کې پر دې دفتر د وسله والو له لورې د شوي ډله ييز بريد له كبله ژوره ټپي شوې وه.
يوه ډله وسله والو طالبانو د روان لمريز کال د غبرګولي په ۳مه، د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده د شهرارا په سيمه کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان ( اي او ايم) پر دفتر ډله ييز بريد کړي و.
په دې بريد کې د يوه پوليس په ګډون درې تنه ووژل شول او د ۶ نيپالي ساتونکو په ګډون ۱۸ نور ټپيان شوي وو، په ټپيانو کې د دې دفتر ايټالوۍ ښځينه افسره باربارا هم شامله وه.
پژواك خبري آژانس د ايټالوي رسنيو له قوله خبر وركړى، چې په کابل کې تر لومړنيو درملنو وروسته نوموړې په جرمني کې د امريکايي ځواکونو روغتون ته ليږدل شوې وه، خو د ژورو ټپونو له كبله يې اوس هلته ساه ورکړې ده.
هغې څلوېښت كاله عمر درلود او د اېټاليا په پوځ كې يې د افسرې په توګه دنده هم ترسره كړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

