سپينه ماڼۍ وايي، چې د افغان شخړې د هواري لپاره اصلي خواوې افغان دولت او طالبان دي امريكا يوازې د بندي امريكايي سرتېري په اړه له طالبانو سره خبرې كوي.
سپينه ماڼۍ وايي، چې د افغان شخړې د هواري لپاره اصلي خواوې افغان دولت او طالبان دي امريكا يوازې د بندي امريكايي سرتېري په اړه له طالبانو سره خبرې كوي.
د سپينې ماڼۍ وياند جي كارني، چې پرون يې په واشنګټن كې خبريالانو ته خبرې كولې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبينز له واشنګټن څخه دوحې ته داسې مهال روان شوى چې ټاكل شوې ده د بهرنيو چارو وزير جان كري هم له قطري چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو په هدف نن قطر ته ورسېږي، خو نوموړى له طالبانو سره نه ګوري.
كارني وايي، چې پر ځينو موضوعاتو لكه د اسير امريكايي سرتېري په باب اړ دي، چې له طالبانو سره نېغې خبرې وكړي څو نوموړى په خوندي توګه را خوشې كړي.
هغه د اسير امريكايي سرتېري، چې څلور كاله وړاندې په پكتيا كې طالبانو نيولى و د پرېښودو په بدل كې له ګوانتانامو څخه د طالب مشرانو د خوشې كولو په اړه وويل، چې په دې موضوع حكومت له كانګرس سره در ګرده مشورې كوي او تر اوسه كومه پرېكړه نه ده شوې.
تر دې وړاندې افغان حكومت امريكا تورنه كړې وه، چې په قطر كې د طالبانو د دفتر د پرايستلو په اړه يې له افغان حكومت سره كړې ژمنې تر پښولاندې كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


