څو ورځې وړاندې د امريكا په نيويارك ايالت كې د سولې او اقتصاد په نامه نړيوال انسټيټیوټ د يوې سروې له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد وباله او زياته يې كړه سږكال د تېرو پنځو كلونو په پرتله په ټوله نړۍ كې ۵۰ فيصده د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې اكثره يې په افغانستان كې سر راپورته كوي.
څو ورځې وړاندې د امريكا په نيويارك ايالت كې د سولې او اقتصاد په نامه نړيوال انسټيټیوټ د يوې سروې له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد وباله او زياته يې كړه سږكال د تېرو پنځو كلونو په پرتله په ټوله نړۍ كې ۵۰ فيصده د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې اكثره يې په افغانستان كې سر راپورته كوي.
د سولې اواقتصاد د نړيوال انسټيټیوټ اداره چې تازه يې د ۱۶۲ هېوادونو امنيتي وضعيت څېړلى، په ناامنه هېوادونو كې له افغانستان وروسته د سوريې، سوماليا، عراق، سوډان او د پاكستان نومونه اخلي، خو برعكس ډنمارك، كاناډا، نيوزيلينډ، جاپان، اتريش او ايرلينډ په سږني كال كې تر ټولو امن هېوادونه بولي.
د سولې او اقتصاد اداره زياتوي، تېر ۲۰۱۲ كال د افغانستان جګړه كې ۲۷۵۴ملكيان وژل شوي او۴۸۵۰ تنه يې ټپيان وو، خو د سږني ۲۰۱۳ كال په لومړيو پنځو مياشتو كې ۲۵۰۰ ملكي وګړي وژل شوي چې دا د جګړې د تلفاتو په ليست كې ۲۴ فيصده زياتوالى ښيي.
اوس پوښتنه دا ده چې كه په سوريه، سوماليا، پاكستان او نورو هېوادونو كې نا امني زياتېږي، هلته يوازې د هماغه هېواد پوځي ځواكونه د خپلو مخالفانو په ځپلو بوخت وي او د يو هېواد ځواك كېداى شي ډېرو پېښو ته لاسرسى ونه شي كړى، مګر په افغانستان كې خو له تېرو ۱۲ كلونو را په دې خوا د ناټو شاوخوا ۵۰ زره او د امريكا نږدې ۶۰ زره سرتيري د ناامنۍ پر ضد جنګېږي؟ نو بيا ولې افغانستان د ناامنه هېوادونو په سر كې ځاى لري؟ ايا ناټو او بهرنيان په دغه جګړه كې مات شوي؟ او كه نور عوامل هم شته چې جګړه يې توده ساتلې ده؟
په كاردان پوهنتون كې د اړيكو پخوانى استاد محمدغني فاروقي په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان كې د ناامنۍ د زياتېدو همدا عوامل راسپړي او وايي: (( يو خو دا چې افغانانو د نړيوالو له دا ډول راتګ سره حساسيت پيدا كړ او اوس دا چې كه نړيوالو او ناټو په صداقت سره د افغانستان لپاره كار كولى، په كار وه چې د طالبانو له سقوط وروسته يې افغان ځواكونه ښه غښتلي كړي واى، كه جګړه همداسې توده وي او بهرنيان وځي، دا د هغوى د ماتې په معنی ده.))
نوموړى وايي، دا مهال له يو شمېر افغانانو سره د جګړې لپاره همدا دليل دى چې نړيوالې ټولنې په خپل راتګ سره افغانستان اشغال كړى او يو شمېر يې بيا د فساد له كبله غرونو ته ختلي، خو په وينا يې نړيواله ټولنه اوس هم كولى شي چې د دې نا امنۍ مخه ونيسي: (( افغان حكومت ته مهم چلنج د فساد وركول دي او نړيوال كه د افغانستان د ناامنۍ غم خوري، بايد افغان ځواكونه پياوړي كړي.))
خو نظامي كارپوه او د كندهار قول اردو پخوانى قومندان جنرال رحمت الله رووفي كه څه هم په افغانستان كې د ناامنيو د زياتېدو خبره نه ردوي، مګر په وينا يې افغانستان بايد په اوس وخت كې د سوريې او نورو هېوادونو په نسبت ډېر ارام هېواد بلل شوى واى: (( نړيوالې ټولنې دا ۱۲ كلونه دلته تېر كړل خو هېڅ مثبت تغيیر رانغى، مګر اوس اوس چې افغان ځواكونو مسووليتونه په غاړه اخستي، په اكثره سيمو كې امنيت ښه شوى دى، طالبان يوازې په ښارونو كې ځانمرګي بريدونه كولى شي، خو د هغې مخه نيول هم په يوازې ځان د ملي ځواكونو په غاړه وي. ))
د جنرال رووفي په خبره نړيوال د دا ډول راپورونو په خپرولو سره هڅه كوي په افغانستان كې خپل دوامداره حضور ته لار اواره كړي، ګني د افغانستان په جګړه كې دا مهال د ناټو په نسبت افغان ځواكونه بريالي او كامياب ښكاري:((دا راپور زه ځكه ردوم، نړيوالې ادارې تل افواهات كوي، دوى بايد له افغان قومندانانو او كه نور هېڅ نه واى خپله د ناټو له چارواكو سره پوښتنې مطرح كړې واى، بيا به دا راپور غلط نه و، ځكه اوس هر څوك پوهېږي د افغانستان وضعيت مخ په ښه كېدو او د سوريې تلفات په ۳ كلونو كې ۹۳ زرو څخه اوښتي دي.))
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواكي هم د امريكا د سولې او اقتصاد د انسټيټیوټ خپور كړى راپور په كلكه ردوي او وايي، افغانستان ورځ تر بلې د امن او سولې پر لور روان دى.
د دې وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش دا مني چې سږ كال د وسله والو مخالفانو بريدونه زيات شوي، خو په خبره يې دا ځل پوليسو هم د تېرو کلونو په پرتله مسلكي عمليات ترسره كړي، د هغه په خبره د افغانستان نارامۍ په هغه كچه نه دي چې د اقتصاد او سولې نړيوال انسټيټیوټ يې په اړه خبر خپور كړى دى.
دا په داسې حال كې ده چې د غبرګولي په ۲۸مه له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د مسووليتونو د لېږد پنځم پړاو پيل شو. ټاكل شوې افغان ځواكونه په دغه پړاو كې تر څو مياشتو پورې د ۹۵ ولسواليو امنيتي مسووليتونه په خپله اوږه واخلي او د افغانستان په خاوره كې ټول عمليات له دې وروسته په يوازې ځان تر سره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


