د افغان حکومت له لوري په قطر کې د سولې په پروسه کې نه ګډون او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د څلورم پړاو د خبرو لغوه کول د جمهور رئیس کرزي د نارضایتۍ اوج ښيي. په تېره بیا چې د قطر د امیر او امریکا لخوا طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستنې مراسم داسې مهال ترسره او د طالبانو د
د افغان حکومت له لوري په قطر کې د سولې په پروسه کې نه ګډون او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د څلورم پړاو د خبرو لغوه کول د جمهور رئیس کرزي د نارضایتۍ اوج ښيي. په تېره بیا چې د قطر د امیر او امریکا لخوا طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستنې مراسم داسې مهال ترسره او د طالبانو د اسلامي امارت بیرغ ورپول شو چې د غبرګولي په ۲۸مه افغان عسکرو په بشپړ ډول د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پنځم پړاوو پیل او د ټولو پوځي عملیاتو رهبري یې په غاړه واخسته.
د منتقدینو په باور افغانستان ته راغلو نړیوالو افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو په سپارلو د افغان پوځ او پولیسو پر اوږه د جګړې هغه دروند بار کېښود چې په ۲۰۰۱ میلادي کال دوی پیل کړې وه، خو له بله پلوه یې بيا له افغان دولت سره له هماهنګۍ پرته چې اوس په قهر دی، د قطر د دفتر پرانستل ښيي چې د امريكا او متحدينو په اوړو كې یې شګه وي.
د قطر تر پرانستې لږ وروسته طالبانو او امريكا اعلان وکړ چې د افغانستان د ۱۲ كلنې جګړې د پاى لپاره به په څو ورځو كې خبرې پيل كړي، خو دا یې هم ویلي چې خپل پوځي او نظامي فشارونه به هم جاري وساتي. خو افغان حکومت ۲۴ ساعته وروسته په خپل غبرګون کې وویل چې د طالبانو د دفتر پرانستو د تاوتريخوالي او جنګ پیغام درلود او تر هغه به د سولې په خبرو كې ګډون ونه كړي چې دا پروسه بشپړه افغاني شوې نه وي.
د کلید خبریال عصمت مایار په دې اړه لیکي:
طالبانو د غبرګولي په ۲۸ مه ماښام مهال د قطر په مرکز دوحه كې د خپل سياسي دفتر د پرانستل كېدو اعلان وكړ. تر دې وروسته د امریکا جمهور رئيس بارک اوباما په شمالي ایرلند کې وویل، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستل د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې لپاره یو مهم ګام دی، خو په خبره یې د روغې جوړې د هڅو مخې ته به لوړې ژورې وي.
جمهور رئیس اوباما د خبرو اترو تر څنګ په جګړه هم ټينګار کړی او وايي چې ((په عین وخت کې موږ خپلو پوځي هڅو ته ژمن یو چې القاعده ته به ماتې ورکوو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوو)).
بل لور ته د طالبانو استازو په دوحه کې د خپل دفتر د پرانستې پر مهال د طالبانو له دریځه خبرې ونه کړې، بلکې د هغه رژیم له موقفه وغږېدل چې له ۱۹۹۶ تر۲۰۰۱ میلادي کاله پورې یې په افغانستان واک چلاوه:(( د پوځي هڅو تر څنګ طالبان سیاسي ستراتیژي او هدفونه لري چې یوازې د افغانستان مربوط دي.))
افغان دولت هم په خپل وار په دې ارتباط چوپ نه دی او وايي چې د پرانستې تر مراسمو وروسته ډول ډول پیغامونه مخابره شول چې د جګړې د دوام بوی ترې تر سپږمو کېده.
د جمهوررئيس کرزي د وياند مرستيال فايق واحدي وايي: (( دا د افغان دولت او ملت د توقع خلاف دی. جمهور رئیس کرزي له مطرح او جهادي شخصیتونو او د سولې د عالي شورا له غړو سره غونډه وکړه، تصمیم پر دې شو چې د افغانستان خلک سوله غواړي او له طالبانو سره باید خبرې وشي، خو تر هغه چې د سولې پروسه بشپړه افغاني نشي، د سولې عالي شورا به د قطر په خبرو کې ګډون ونه کړي.))
اسلامي امارت
د قطر په دفتر کې د طالبانو د اسلامي امارت نوم هم یوه د اختلاف موضوع بلل شوې چې افغان حکومت یې خوابدی کړی دی.
د جمهور رئیس کرزي ویاند ایمل فیضي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي: (( د هغه څه ترمنځ چې د امریکا حکومت یې وايي او هغه څه چې د افغانستان د سولې د پروسې اړوند یې ترسره کوي، تناقض لېدل کېږي، جمهور رئیس د دفتر له نوم سره خوښ نه دی، موږ د اسلامي امارت له نوم سره موافق نه یو، ځکه نور داسې شئ وجود نلري.))
خو د امریکا جمهور رئیس په جرمني کې د خبرو پرمهال د دې پرېکړې دفاع کړې او وايي، د جمهور رئیس کرزي له مخالفت سره سره به د سولې د خبرو هڅه کوي: ((زه فکر کوم چې جمهور رئیس کرزی په خپله دا مني چې سیاسي روغې جوړې ته اړتیا شته، ګواښونه دا دي چې ته په جګړې کې یې، څرنګه دا هڅې پیلوې، زما هیله او تمه دا ده چې د دغو ګواښونو سربیره به د سولې بهیر مخته ولاړې شي.))
اوباما زیاته کړې، ده تل داسې اټکل کاوه چې د افغانستان د سولې په خبرو کې به حساسیتونه رامنځته کیږي: (( په څه ډول چې طالبانو خپل دفتر پرانست او کومه ژبه چې یې وکاروله ورسره څه اندېښنې شته. موږ په پیل کې داسې اټکل کاوه چې په ځینو سیمو کې به څه حساسیتونه وي، په ساده معنی، له اصلي خاورې لرې د دغه څه له ترلاسه کولو سره. ))
د سولې او جنګ غبرګې هڅې
داسې ښکاري چې د قطر دفتر پرانستې دې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي سند پر خبرو اترو هم ناوړه اغېزه کړې وي، ځکه شواهد ښيي چې د امنیتي سند په اړه د خبرو څلورم پړاو د افغان حکومت له لوري ځنډول شوی دی.
دا موضوع د ملي امنیت شورا له لوري په یوه خبر پاڼه کې ابلاغ شوې. دا خبرې چې په کابل کې روانې وې په دې خاطر ځنډول شوې چې د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتونو په خبرو او عمل کې تناقض موجود دی.
ډېری افغان کارپوهان هم په دې اړوند د امریکا دریځ په شک کې اچولې، خو بیا هم د قطر پرانسته په نیک فال نیسي، مګر وايي چې د دواړو لوریو پوځي ګواښونه به افغانان د وېر په ټغر ناست وساتي، هغه څه چې د افغان حکومت د ویاند مرستیال فايق واحدي هم ورته اشاره کړې: (( د قطر دفتر پرانستو د جګړې د دوام پیغام درلود.))
سياسي کارپوه ډاكټر كمال سادات وايي، قطر په ظاهره د دې لپاره زمینه برابره کړه چې طالبان د یوه ادرس خاوندان شي: ((اوس ادرس هم معلوم شو او تر څنګ يې د وسله والو طالبانو له لوري ځانګړي كسان هم وموندل شول.)) خو د سادات اندېښنه دا ده چې امریکا او طالبان دواړه یو بل ته پوځي ګواښونه کوي: (( د افغانانو د وېر ټغر به وېړ وي، ښكېل اړخونه به د دې لپاره چې په خبرو كې خپل دريځ پياوړى كړي جګړه ښايي شدت واخلي او دواړه لوري هڅه وكړي چې خپل قوت وښيي.))
سادات وايي که چېرې دواړه لوري ( امریکا او طالبان) په واقعي معني د دې لپاره په قطر کې راغونډ شوي وي چې افغانستان د سولې پر خوا رهي کړي، نو پکار ده چې د اوربند لپاره هڅه وشي، څو د عامو او ملکي افغانانو سرونه خوندي شي او بیا دواړه غاړې د افغان حکومت د ګډولو لپاره اجنډا ولري، خو داسې ښکاري چې داسې یوه اجنډا په نظر کې نه ده.
د طالبانو رسمیت پېژندنه
ځینې منتقدین بیا په دې باور دي چې د قطر په مرکز دوحې کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیرغ په رپولو سره امریکا په حقیقت کې دا ډله په رسمیت پېژندلي او د افغان حکومت په حاشیه کولو یې جمهور رئیس کرزی خوابدی کړی دی.
د افغان څېړنيز او مشورتي مركز مشر غلام جيلاني ځواك وايي، د دفتر پرانستل ښه اقدام دی، خو د اندېښنې وړ دا ده چې طالبان د یوه تحریک، ډلې یا غورځنګ په توګه نه، بلكې د يوه امارت يا حكومت په توګه امریکایانو په رسميت پېژندلي: (( زما وېره له دې ده چې دغه هڅه جګړې ته لا زور ورنه كړي.))
د پوځ پخوانی منصدار ډګروال محمد سرور نیازی هم ورته نظر لري، خو په دې توپیر چې په خبره یې که چېرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې هڅه شوې وي، نو بیا ولې دا ۱۲ کال د جګړې په اور کې افغانان لولپه شول:(( بیا د امریکا جګړه د څه لپاره وه، اصلا سړی نه پوهېږي چې څه روان دي، داسې ښکاري لکه غرب ته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کوم فرق نه وي، فقط د دوی ګټې باید خوندي وي.))
سوله ضمانت غواړي
ځینې سیاسي کارپوهان بیا دې عقیده دي چې نه افغان دولت، نه امریکا او نه هم طالبان د سولې په رابطه مشخصه اجنډا لري. دا ټکی د قطر په پروسه کې د افغان حکومت له نه ورشاملېدو او د طالبانو او امریکا له لوري د سولې له پروسې سره جوخت د پوځي هڅو له پرمخ بیولو څرګند دی.
د چارو شنونکی مطیع الله خروټی وايي، د افغانستان په قضه کې ټول ښکېل لوري مقطعي سنګرنیونې لري او له همدې کبله ده چې د سولې په رابطه هېڅ پرمختګ نه رامنځته کېږي. خروټی زیاتوي: ((زما په فکر كه د سولې د پروسې تر شا نړيوال ضمانتونه رامنځته نه شي، دغه پروسه به لومړى كاميابه نه شي او كه كاميابه شي، نو بقا نه شي كولاى، د سولې د بهير د بريا لپاره بايد له پاكستان او ايران څخه د نه مداخلې او ترڅنګ يې له روسيې، چين، امريكا، ناټو او نورو څخه د ملاتړ ضمانتونه واخستل شي.))
ستونزې
په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستې سره جوخت امریکا ویلي چې طالبان له نړیوال تروریزم د لرې کېدو په حال کې دي او دوی تمه لري چې اخر به له القاعده سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي، مګر د دوی په خبره د سولې د پروسې پرمخ بیول دومره اسانه هم نه دي او لویې ستونزې یې په مخکې دي. افغان منتقدین دا ستونزې پخپل وار په دوو برخو وېشي، امریکايي او د طالبانو ستونزې.
د ډاکټر نجیب د حکومت پرمهال پوځي متقاعد منصدارغلام صدیق کاموي وايي: (( د امریکا پر وړاندې لویه ستونزه دا ده چې د طالبانو په رابطه خپل ملت ته قناعت ورکړي چې د خبرو کولو وړ دي او په تېرو ۱۲ کلونو کې چې دوی کومه جګړه په افغانستان کې مخته وړې د هغې لپاره د منلو وړ دلایل ومومي.)) خو همدا متقاعد منصدار د طالبانو په ارتباط وايي چې د قطر د امتیاز په اخستو طالبان غواړي نړیوالو ته وښيي چې دوی جګړه ګټلې، دا امریکا ده چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال ځانته د اوړو پوزه جوړوي: (( لویه ستونزه د امریکا او طالبانو دا ده چې طالبان د افغانستان په اوسني او یا راتلونکې حکومت کې مدغم کېدل نه غواړي، بلکې د ټول امارت او حکومت دعوه کوي، د طالبانو دا نظر بدلول به د امریکا لپاره سخت وي، که د ښځو، بیان او نورې ازادۍ او اساسي قانون ته صدمه ورسېږي، امریکا به خپل ملت ته څه وايي چې خپل عسکر او افغانان یې ولې قتل شول.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

