ads

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن قطر ته سفر كوي

تمه ده چې نن د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د قطر پلازمينې دوحې ته ورسيږي. د اسوشيېټډ پرېس د معلوماتو له مخې كري به له قطري چارواكو سره د سوريې پر مسئلې بحث وكړي خو په دې هېواد كه به د طالبانو له له استازو سره تمه ده چې نن د امريکا […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1392
د امريکا د بهرنيو چارو وزير  نن قطر ته سفر كوي

تمه ده چې نن د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د قطر پلازمينې دوحې ته ورسيږي. د اسوشيېټډ پرېس د معلوماتو له مخې كري به له قطري چارواكو سره د سوريې پر مسئلې بحث وكړي خو په دې هېواد كه به د طالبانو له له استازو سره

تمه ده چې نن د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د قطر پلازمينې دوحې ته ورسيږي.

د اسوشيېټډ پرېس د معلوماتو له مخې كري به له قطري چارواكو سره د سوريې پر مسئلې بحث وكړي خو په دې هېواد كه به د طالبانو له له استازو سره خبرې نه كوي.

كله چې په قطر كې طالبانو خپل سياسي دفتر پرانيست نو خپل بيرغ يې اوچت او د افغانستان اسلامي امارت په نوم يې خپله لوحه وځړوله چې دې چارې بيا د  افغان چارواكو غوسه راوپاروله او په غبرګون كې يې له امريكا او طالبانو سره خبرې وځنډولې، خو امريكا افغان حكومت ته د طالبانو د بيرغ اولوحې د راكته كولو ډاډ وركړ.

بلخوا طالبانو هم ويلي چې د لوحې او بيرغ د راكته كولو له كبله به د سولې د خبرو اترو او مذاكراتو په اړه له سره كتنه كوي.

سرچينې د كري له قوله ويلي، چې د ډوبنز په مشرۍ به د امريكايي مركچيانو يوه ډله ډېر ژر په دوحه كې له طالب استازو سره وګوري.

خو دا چې د امريکا د استازو او طالبانو تر خبرو وروسته به افغان چارواکي د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي لا نه ده څرګنده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA