په خوست ولايت كې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر ميندې د بېلابېلو علتونو له كبله ځورول كېږي او له ستونزو سره مخ دي. دغه څرګندونې د خوست د ښځو چارو ریاست د مور د ورځې د لمانځنې په پلمه وكړې.
په خوست ولايت كې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر ميندې د بېلابېلو علتونو له كبله ځورول كېږي او له ستونزو سره مخ دي.
دغه څرګندونې د خوست د ښځو چارو ریاست د مور د ورځې د لمانځنې په پلمه وكړې.
يو شمېر خوست مېشتي كسان وايي، مور هم یوه مېرمن ده چې دې مرحلې ته تر رسېدو پورې له ډېرو كړاوونو سره لاس او ګرېوان وي.
د دوى په وينا، په خوست کې هم یو شمېر میندې د بېلا بېلو علتونو لکه، يو شمېر ناوړه دودونو، د سواد د كچې ټيټوالي، جګړې او نورو له كبله ځورېږي او له ستونزو ډك ژوند تېروي.
یو شمېر كسان دا هم وايي چې ځینې میندې د خپلو خاوندانو، اولادونو او د كورني تاوتريخوالي له كبله له ستونزو سره مخ دي.
د خوست د ښځو چارو ریاست د خپرونو مديره کامله اکبري وایي چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې ميندې له ستونزو كړېږي.
د هغې په وينا، په هغو ټولنو کې چې ناوړه دودونه پکې عام وي او یا هم د سواد کچه پکې ټيټه وي، مېرمنې د نورو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ وي، ځكه د دې په وينا، لومړى یو شمېر مېرمنې د خپلو پلرونو او وروڼو لخوا ځورېږي او بیا چې کله واده شي، له خپلو اولادونو او خاوند څخه ستړی ژوند تېروي: (( دا ټولې شته ستونزې یوازې د سواد د کچې ټیټوالی دی چې یو خاوند او اولاد د مور او پلار له حقونو څخه ناخبره وي، که چېرې دا برخه پیاوړې شي، نو په خپله دا ستونزه له منځه ځي.))
د خوست د ښځو چارو رياست د حقونو څانګې مسووله نادیه باوري هم په یو شمېر کورنیو کې میندې له ستونزو څخه خلاصې نه بولي او وایي، داسې خبرونه هم ورته رسېدلي چې يوه مېرمن د خپل خاوند او اولادونو لخوا ډېره ځورېږي: (( میندې هغه وخت له ستونزو سره ډېرې مخ کېږي چې کله دوی نه شي کولی خپلو ستونزو ته په خپله د حل یوه لاره چاره ولټوي، يانې ډېرى میندې د زړښت پر مهال ډېرې ځورېږي، ځکه چې په دې وخت کې دوی د نورو مرستو ته ډېره اړتیا لري.))
د هغې په وينا، دا مرحله د مور د عزت مرحله ده او د کور د هر غړي او په ځانګړې ټوګه د اولادونو یوه فریضه ده چې پام ورته وکړي.
بلخوا د خوست د ښځو چارو رئیسه خاور اميري وایي چې مور د نورو مېرمنو په پرتله ځکه له ډېرو ستونزو سره مخ وي چې له هغې سره نه یوازې د ځان، بلكې د ټولې کورنۍ غم وي: (( یانې که چېرې د یوې مور زوی یا لور له ستونزو سره مخامخ وي، نو دا هم ورته خفه وي.))
د نوموړې په وينا، په خوست کې هم ډېرې داسې ميندې شته چې خپلو اولادونو ته ډېرې ځورېږي: (( یو شمېر کورنیو کې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له كبله په بېلا بېلو ستونزو اخته دي چې دې حالت ميندې هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي، په خوست کې هم داسې پېښې ډېرې تر سترګو شوي چې له مخې یې مور ښه، ارامه شپه او ورځ نه ده لیدلې.))
اميري زياتوي، دوی په دې برخه کې د دیني عالمانو رول ډېر مهم بولي، ترڅو د ممبر له لارې خلکو، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې له تعلیم څخه بې برخې دي، د مور او پلار حقوق ورپه ګوته کړي: (( موږ هم تر خپلې وسې پورې د یو شمېر غونډو او رسنيو له لارې هڅه کړې چې خلکو ته د مېرمنې یا د مور حقوق وښايو.))
دیني عالم مفتي اسمعیل وایي چې د مور او پلار تر پښو لاندې جنت دی او هرڅوک په دې مکلف دی چې د خپلې مور او پلار عزت وکړي.
د هغه په وينا، په دې برخه كې د دواړو یانې لور او زوی دنده يو شان ده: (( مور او پلار هم په دې مكلف دي، ترڅو هغه حقوق خپلو اولادونو ته ورکړي، کوم چې د اسلام دین ورته ځانګړي کړي دي چې له دې جملې څخه یو هم د علم حاصلول دي چې مور او پلار بايد ورته ډېره پاملرنه وكړي.))
یو شمېر کتونکي په اوسني حالت کې د مور پر وړاندې د ستونزو د زیاتېدنې اصلي علت جګړه ښايي، ځكه د دوى په وينا، په اوس وخت کې ډېرې کمې کورنۍ پیدا کېږي چې په كې مور یا عادي مېرمن د کورنۍ د غړو لخوا ځورل کېږي، نورې ټولې میندې د جګړو له كبله له ستونزو سره مخ دي، ځکه یوه مور خپل خاوند، ورور او اولاد له لاسه ورکوي او ډېر كله د غم ترڅنګ د کورنۍ سرپرستي هم ور پرغاړه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

