افغان سفارت په اسلام اباد کې د خپل یوه دیپلومات د ټپي كېدو خبر وركړ. په اسلام اباد كې د افغانستان سفارت مطبوعاتو مسؤل زردشت شمس پژواك ته د پېښې د پخلي پرمهال ويلي، چې دا پېښه وړمه ورځ د اسلام
افغان سفارت په اسلام اباد کې د خپل یوه دیپلومات د ټپي كېدو خبر وركړ.
په اسلام اباد كې د افغانستان سفارت مطبوعاتو مسؤل زردشت شمس پژواك ته د پېښې د پخلي پرمهال ويلي، چې دا پېښه وړمه ورځ د اسلام اباد په یوه مارکیټ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دسفارت دریم سکرتر چې نقیب الله ابراهیم خیل چې د پوهنې او محصلینو چارې پرمخ وړي، د اسلام اباد د ایف ۱۰ په ساحه کې سودا اخیسته ، چې ځینو وسلوالو کسانو پر هغه برید وکړ او د پښې په ساحه کې یې ټپي کړی دی.
شمس وایي چې وسلوالو دهغه د موبایل، پيسو او نورو توکو د اخیستو هڅه هم کړې ده.
نوموړي وویل چې دوې په دې اړه د پاکستان حکومت ته شکایت کړی او له هغوی یې غوښتي چې دا پيښه سمه وڅیړي او دوی ته یې په اړه معلومات ورکړي.
شمس زیاته کړه چې تر بریده وروسته ابراهیم خیل روغتون ته لیږدل شوی او ډاکټرانو دهغه روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

