د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پرانيستنه د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د پخلاينې لور ته مهم ګام وباله، خو يو ځل بيا يې په کلکه غوښتنه وکړه، چې طالبان بايد له القاعده سره اړيکې پرې كړي.

اوباما، چې په شمالي آيرلنډ کې يې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې خبرې کولې، همدارنګه له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د پلاوي د استولو په اړه د جمهوررئيس حامد کرزي د پرېکړې هرکلى وکړ.
پرون جمهوررئيس حامد کرزي په کابل کې د ناټو سرمنشي سره ديوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ، چې دوی به هم د سولې د خبرو لپاره يو پلاوی قطر ته ولېږي.
طالبان وايي، چې قطر کې د سياسي دفتر جوړولو يواځينى هدف يې “اشغال” څخه د افغانستان خلاصول دي.
په قطر کې د دفتر له پرانيستلو وروسته ددې دفتر وياند په خپلې لومړنۍ راډيوي مرکې کې بي بي سي ته ويلي، نه يوازې دوى ، بلکې نور لوري هم دده په ټکو د اشغال مخالف دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ