د ترکيې لومړى وزير رجب طيب اردوغان پرون د خپلو پلويانو يوه ستر لاريون ته وويل، چې د هېواد د لومړي وزير په توګه ده مکلفيت درلود، چې د حکومت مخالف لاريون كوونكي د استانبول له تكسيم چوک څخه وباسي.
د ترکيې لومړى وزير رجب طيب اردوغان پرون د خپلو پلويانو يوه ستر لاريون ته وويل، چې د هېواد د لومړي وزير په توګه ده مکلفيت درلود، چې د حکومت مخالف لاريون كوونكي د استانبول له تكسيم چوک څخه وباسي.
د اردوغان د عدالت او پرمختګ د ګوند لسګونه زره پلويانو پرون په استانبول کې غونډه وکړه.
په همدې حال کې په استانبول او انقره کې د پوليسو او لاريون كوونكو ترمنځ د نويو نښتو رپوټ ورکړل شوى دى.
د ترکيې پوليس وړمه شپه د استانبول ښار د تكسيم چوک ګېزي پارک ته ننوتل او د حکومت ضد اعتراض کوونکي يې له هغه ځايه په زور وايستل.
په ترکيه کې د حکومت ضد لاريونونه دوه اونۍ مخکې په دې پارک کې د يوې پروژې د پلان په وړاندې پيل شول او وروسته د هېواد نورو برخو ته وغځېدل.
بلخوا د ترکيې د كارګرانو دوو ټولنو په ټول هېواد كې د حكومت پرضد د كاري اعتصاب اعلان کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

