منځلاري ملا حسن روحاني، چې د ايران د جمهوري رياست ټاکنې يې ګټلي، له خلكو وغوښتل، چې د خپل هېواد پرمختګ او هم د ملي وياړ او ګټو ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
منځلاري ملا حسن روحاني، چې د ايران د جمهوري رياست ټاکنې يې ګټلي، له خلكو وغوښتل، چې د خپل هېواد پرمختګ او هم د ملي وياړ او ګټو ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي دا خبرې د جمعې ورځې ټاکنو کې پر توندلاريو کانديدانو له خپل پرېکنده بري وروسته پرون لومړيو ټلوېزيوني څرګندونو کې کولې.
هغه له ۱۸ ميليونه هغو كسانو څخه مننه وکړه، چې ده ته يې رايه ورکړه.
روحاني له نړيوالو قدرتونو وغوښتل، چې د يوه درانه چلند په غوره کولو سره د ايران حقونه په رسميت وپېژني، خو اسراييلو او لوېديځ د ده د برياليتوب پر وړاندې په احتياط سره غبرګون ښودلى دى.
د اسراييلو جمهوررئيس شيمون پېرېس پرون هيله څرګنده کړه، چې د ايران د نوي جمهوررئيس پاليسۍ به افراطي نه وي.
امريكا ويلي، د هغو تورونو د لرې کولو لپاره، چې وايي، ايران اټومي وسله جوړوي، له دې هېواد سره مستقمې اړيكې ته چمتو ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

