ads

ملکیان، د جګړې اصلي قربانیان

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښيي، طالبانو سترې محکمې ته څېرې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۷ تنه ووژل او تر ۳۹ ډېر د محکمې ملکي مامورین یې سخت ټپیان کړل. په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1392
ملکیان، د جګړې اصلي قربانیان

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښيي، طالبانو سترې محکمې ته څېرې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۷ تنه ووژل او تر ۳۹ ډېر د محکمې ملکي مامورین یې سخت ټپیان کړل.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښيي، طالبانو سترې محکمې ته څېرې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۷ تنه ووژل او تر ۳۹ ډېر د محکمې ملکي مامورین یې سخت ټپیان کړل.

د كابل د امنيه قومندان مرستيال سمونوال محمد داوود وايي، دغه بريد د سترې محكمې په دروازه كې د مازيګر څلورو بجو شاوخوا د يو كرولا موټر په مرسته په داسې حال كې وشو چې د محكمې كاركوونكي رخصت شوي او كورونو ته روان وو.

د امين په وينا، وژل شويو كسانو كې دوې او په ټپيانو كې اته مېرمنې هم شاملې وې، دغه راز د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال محمدظاهر له پېښې لږ وروسته  رسنيو ته د كومې كره شمېرې په نه ښودلو سره وويل چې وژل شويو او ټپيانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د محکمې کارکوونکي او لارويان شامل دي.

په دغه بريد کې چې د محکمې په ختيځه دروازه کې تر سره شو، يو کاسټر موټر په بشپړ ډول له منځه ولاړ او ٤ کاسټر او ٧ کرولا ډوله موټر زيانمن شوي دي.

وسله والو طالبانو د ياد بريد پړه سمدواره پر غاړه واخسته او د دې ډلې وياند ذبيح ا لله مجاهد رسنيو ته وويل، بريد د دوى يو تن (انجنير عبدالواجد)  تر سره کړى دى.

د ده په وينا، په دې بريد کې  د محکمې ٥٠ تنه قاضيان او نور کارکوونکي وژل شوي او  ګڼ شمېر نور ټپيان دي .

نوموړى دغه راز ويلي د سترې محکمې پر کارکوونکو دغه ځانمرګى بريد ځکه كړى چې د دولت وسله وال مخالفين پر اعدام محکوموي او ظلم کوي .

دا په داسې حال كې ده چې له دې مخکې د غبرګولي په ۲۰ اوو تنو وسله والو د كابل هوايي ډګر تر يو راكټي بريد لاندې ونيو.

د امنيتي مسوولينو په خبره چې  بريدګرو سهار څلور نيمې بجې د ١٥مې امنيتي حوزې اړوند د قصبې د کور جوړولو پر سړک يوې نيمکاره ودانۍ ته له ننوتو وروسته په هوايي ډګر راکټي پيل كړ، خو د راپورونو له مخې افغان ځواكونو ياد بريدګر ډېر ژر ختم كړل او سيمه يې بېرته تر خپل كنټرول لاندې راوسته.

د کابل امنيه قومندان مل پاسوال ايوب سالنګي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې ټول اوه بريدګر د امنيتي ځواكونو لخوا ووژل شول او پرته له كومو ملكي او نظامي تلفاتو يې عمليات پاى ته ورسول.

هغه زياته کړه چې د بريدګرو له ډلې دوو تنو خپلو واسکټونو ته چاودنه ورکړه او پنځه نور له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.

د امنيه قومندان په خبره چې بريدګر په پيکا او راکټ سمبال وو او پنځو يې ځانمرګي واسکټونه هم اغوستي وو.

عيني شاهدانو ویلي وو چې بريدګرو د سرحدي پوليسو جامې اغوستې وې او د ډېرو په خبره چې د بريد په ترڅ كې  د استوګنې پر سيمو هم څو راکټونه لګېدلي او ښايي مرګ ژوبله يې اړولې وي.

بلخوا د هوايي ډګر د شمال لوېديځ اوسېدونکو د ټولنيزې شورا رييس نصيراحمد کوهبندي بيا پژواک اژانس ته وويلي وو چې بريدګرو څو ښځې او ماشومان هم برمته کړي وو، خو د امنيتي ځواکونو له خوا وژغورل شول.

د کابل پر نړيوال هوايي ډګر دغه بريد په داسې حال کې وشو چې ټاکل شوې وه جمهور رئيس کرزی په دغه ورځ له قطر څخه بېرته هېواد ته را وګرځي.

د دغه بريد پړه هم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يو استولي بريښناليك كې پر غاړه واخسته او د بريد كوونكو د هويت په اړه يې ليكلي وو، دوى ټول شپږ تنه وو چې په كې د بدخشان اوسېدونکي محمد مراد او سيد محمد، د کابل اوسېدونکي مطيع الله او فواد، د کندوز اوسېدونکى عبدالباقي او د بلخ يو اوسيدونکى حاجي الله داد نومېده.

بلخوا جمهور رئيس کرزي د دواړو پېښو غندنه كړې، خو د پوښتنې وړ دا ده چې د دا دومره ډېرو امنیتي تدابیرو سره سره دا برید کوونکي څرنګه دغسې مهمو سیمو ته لاره کوي او خلک وژني؟

مشرانو جرګې هم په خپل غبرګون کې پر کشفي اورګانونو انتقاد کړی چې تر اوسه  ندي توانیدلې په ښارونو کې د وسله والو طالبانو د نفوذ مخه ونیسي. دغې جرګې دا پوښتنه مطرح کوله چې وسله وال مخالفان څنګه توانیږي چې په لویو ښارونو وسله والې حملې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یوې نوې څېړنې له مخې  د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې له کبله نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې څیړنې له مخې د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څیړنه کې بیا هم د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي سبب بلل شوی. په دې څیړنه کې راغلي، چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې ملکیانو ته  څلور اویا فیصده مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA