د ايران منځلاري محافظه کار عالم حسن روحاني د هېواد د جمهوري رياست په ټاکنو کې خپل برى پر توندلارۍ د پوهې کاميابي بللې ده. روحاني اتلس ميليونه او پنځه سوه زره رايې ګټلي، چې د ټولو اچول شويو رايو تر پنځوس فيصده اوړي.
د ايران منځلاري محافظه کار عالم حسن روحاني د هېواد د جمهوري رياست په ټاکنو کې خپل برى پر توندلارۍ د پوهې کاميابي بللې ده.
روحاني اتلس ميليونه او پنځه سوه زره رايې ګټلي، چې د ټولو اچول شويو رايو تر پنځوس فيصده اوړي.
ټاکنو کې د خلکو د گډون کچه هم لوړه او دوه اويا فيصده وه.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه اي، چې ايران کې د وروستۍ پرېکړې واک لري روحاني ته مبارکي ورکړه.
جمهوررئيس حامد کرزي د ايران د جمهوررئيس په توگه د حسن روحاني د غوره کېدو له کبله د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ويلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو د پراختيا هيله ښود لې ده.
بلخوا د امريکا متحده ايالاتونو چمتووالى ښودلى، چې د ايران د اټومي پروگرام په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته د حل لارې د موندلو په هدف مخامخ د ايران له نوي حکومت سره ښکېل شي .
بريتانيا بيا پر حسن روحاني غږ کړى، چې له لوېديځ سره تر کلونو لانجو وروسته يوه نوې تگلاره غوره کړي او فرانسې هم تيارى ښودلى، چې د اټومي پروگرام او د سوريې د جګړې په تړاو له ايران سره گډ کار وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


