ads

دا وسله وال غله څوك دي؟

د کندوز ولايت د دشت ارچي اوسېدونكي وايي چې په دې وروستيو كې پر عمومي سړک د غلو له ويرې سفر نه شي كولى. د دوى په وينا له مرکز څخه  د دشت ارچې ولسوالۍ پر لور پر غځېدلي عمومي سړک وسله وال غله د غلا او شوکو لپاره د خلکو لاره نیسي. د کندوز […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1392
دا وسله وال غله څوك دي؟

د کندوز ولايت د دشت ارچي اوسېدونكي وايي چې په دې وروستيو كې پر عمومي سړک د غلو له ويرې سفر نه شي كولى. د دوى په وينا له مرکز څخه  د دشت ارچې ولسوالۍ پر لور پر غځېدلي عمومي سړک وسله وال غله د غلا او شوکو لپاره د خلکو لاره نیسي.

د کندوز ولايت د دشت ارچي اوسېدونكي وايي چې په دې وروستيو كې پر عمومي سړک د غلو له ويرې سفر نه شي كولى.

د دوى په وينا له مرکز څخه  د دشت ارچې ولسوالۍ پر لور پر غځېدلي عمومي سړک وسله وال غله د غلا او شوکو لپاره د خلکو لاره نیسي.

دوی وايي دا وسله وال غله له چلونکو نیولې تر سپرلۍ پورې ټول تالاشې کوي، پيسې، ګرځنده ټليفونونه او نور قيمتي شيان ځنې اخلي او له ښځو څخه  د سرو زرو لاس بندونه، ګوتې او ګاڼې هم خلاصوي.

د کندوز ښار په امام صاحب بندر کې د دشت ارچي ولسوالۍ  لسګونو موټر چلوونکو له دې کبله پراخ اعتراض هم وکړ او له دولته یې وغوښتل چې لویې لارې له وسله والو غلو خوندي کړي.

دوی په خپلو خبرو كې وويل چې اوس د یادې ولسوالۍ په عمومي سړک د غلو له وېرې سپرلۍ راکمه شوې او که چېرې دا حالت دوام وکړي، دوی اړ دي چې یا خپل موټر په کورونو کې ودروي او یا هم د امام صاحب د ولسوالۍ پر لاره چې څو چنده اږده ده تګ راتګ وکړي.

د چلونکو له ډلې یوهم ۳۲  کلن شهزاده دی، نوموړی وايي چې دوه اوونۍ وړاندې د پنج شنبې په ورځ ارچي مرکز ته نږدې وسله والو غلو ښه ډبولی او د موټر ښېښې یې ورماتې کړې دي: (( ارچي ته نږدې د وسله والو غلو مخونه پټ وو، د درېدو اشاره یې راکړه، کله چې ور تېر شوم، ډزې یې وکړې، د موټر ښېښه ماته شوه، ښه یې وډبولم او ټلیفون یې راځنې واخست.))

نوموړي زياته كړه: (( سپرلۍ يې هم تالاشي کړه، له هغوى څخه يې یولک افغانۍ ټولې كړې او  له ښځو څخه يې هم  د طلا ګوټې او ګاڼې راټولې کړي.))

شهزاده وايي چې د ده او سپرلۍ تر لوټلو وروسته وسله والو غلو ټول له موټره کوز او په خپله د موټر شترنګ ته کیناستل: (( موټر یې په لوړو لوړو غونډیو ځغلاوه، ډېرې زارۍ مې موټر یې نه راکاوه، خبره ورسره نه کېده، ټول په وسلو سمبال وو.))

د عبدالله په نوم بل تن چې د دشت ارچي د موټرو د هډې منشى دی وايي، د ارچي لین مخ په شاړېدو دی، چلوونکي له ځانه سره د موټرو اسناد نه شي وړی، ځکه چې اسناد ورسره ګیر کړي موټر، ترې اخلي:(( تېرکال هم غلو درې موټر له ځانه سره وړي وو، تراوسه پورې يې معلومات ونه شو.))

همدغه راز حاجي جمعه دین چې د څو کلونو راهیسې د دشت ارچي پر لین موټر چلوي وايي د غلو یوه ورځ نده په اوونۍ کې درې څلور ورځې لارو ته راوځي او شوكې كوي: (( كه چېرته پر لاره امنتیي پوستې جوړې او یا هم سړک  قیر شي تر ډېره به دا ستونزه له منځه لاړه شي.))

د کندوز سیمه ییز چارواکي هم د غلو ستونزه مني، خو وايي چې دومره جدي نده.

د دشت ارچي ولسوال شیخ صدرالدین سعدي وايي، له هغې وروسته چې  د ارچي پر لاره یوه امنیتي پوسته جوړه شوې یو څه  ښه والى راغلى دى: (( یوازې تېره اوونۍ غلو ۱۲ موټر شكولي، له مسافرو  يي پیسۍ او ګرځنده ټليفونونه اخستي و، غلو هم یوازې یو میل وسله درلوده.))

ولسوال وايي، اضافه پوستو ته اړتیا نشته یوازې همدغه یوه پوسته چې ګزمه وکړي کفایت کوي.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت لري چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې، دغې ولسوالۍ ته ورغلى سړک قیر نه  شو او د دوی په خبره همدا علت دی چې عمومي لاره يې خوندي نده او وسله والو غلو ورته سرخوږي پیدا کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA