د ايران د کورنيو چارو وزير اعلان وكړ، چې حسن روحاني د جمهوري رياست په ټاکنو کې بريالى شوى دى. مصطفى محمد نجار رسنيو ته وويل، چې حسن روحاني څه باندې ۱۸ ميليونه رايې ترلاسه کړي او د دغه هېواد د جمهوري رياست ټاکنې يې ګټلې دي.
د ايران د کورنيو چارو وزير اعلان وكړ، چې حسن روحاني د جمهوري رياست په ټاکنو کې بريالى شوى دى.
مصطفى محمد نجار رسنيو ته وويل، چې حسن روحاني څه باندې ۱۸ ميليونه رايې ترلاسه کړي او د دغه هېواد د جمهوري رياست ټاکنې يې ګټلې دي.
روحاني د اصلاح پالو د خوښې کانديد و.
د ايران د کورنيو چارو وزير وايي، په دغو ټاکنو کې تر ۷۲ فيصده ډېرو د رايې اچولو حق لرونکو خپله رايه وکاروله.
د هغه په وينا، په دغو ټاکنو کې په دويم نمبر محمد باقر قاليباف دى، چې څه باندې شپږ ميليونه رايې يې ترلاسه کړې دي.
په ايران کې د ټاکنو پايلې بايد د دغه هېواد د ساتونکې شورا له خوا تاييد شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


