د بهرنيو چارو وزارت د کندهار پر سرحدي پوليسو د بريد په غبرګون كې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړ. پاکستاني ځواکونو د کندهار ولايت پر معروف ولسوالۍ وړمه ورځ د سپکو او درنو وسلو بريد کړى و، چې په پايله کې يې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه
د بهرنيو چارو وزارت د کندهار پر سرحدي پوليسو د بريد په غبرګون كې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړ.
پاکستاني ځواکونو د کندهار ولايت پر معروف ولسوالۍ وړمه ورځ د سپکو او درنو وسلو بريد کړى و، چې په پايله کې يې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي وو.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزارت د لومړي سياسي رياست مرستيال بابه خان اسلمي پرون په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست، جان بهادر احضار کړ او له هغه څخه يې د کندهار د معروف ولسوالۍ په کاريزک سيمه کې د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې له لوی بند سيمې څخه د افغان سرحدي پوليسو پر يوې پوستې د بريد په اړه توضيحات وغوښتل.
سرچينه کاږي، په ځواب کې د پاکستان د سفارت سرپرست له دې پېښې څخه د نه خبرتيا د بيانولو ترڅنګ، دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه، چې دغه ډول بريدونه کولای شي د دواړو لوريو ترمنځ دوستانه اړيکو ته زيان ورسوي.
نوموړي ژمنه كړې، چې دغه موضوع به په چټکۍ سره خپل دولت ته ورسوي او د پايلو په اړه به يې افغان دولت ته معلومات ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

