ads

ډانفورډ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه خبردارى وركړ

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبردارى ورکړى، چې له دې هېواد سره د نړيوالو مرستو کمېدل به په تېرو دولسو کلونو کې شوي پرمختګونه له لاسه وباسي. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبردارى ورکړى، چې له دې هېواد سره د نړيوالو مرستو کمېدل به په […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1392
ډانفورډ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه خبردارى وركړ

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبردارى ورکړى، چې له دې هېواد سره د نړيوالو مرستو کمېدل به په تېرو دولسو کلونو کې شوي پرمختګونه له لاسه وباسي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبردارى ورکړى، چې له دې هېواد سره د نړيوالو مرستو کمېدل به په تېرو دولسو کلونو کې شوي پرمختګونه له لاسه وباسي.

جنرال ډانفورډ پرون ويلي، چې د ۲۰۱۴ کال ترپايه له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له دې هېواد سره د نړيوالو د لا زياتو مرستو اړتيا ده.

د فرانسې خبري اژانس د جنرال ډانفورډ په حواله ويلي، د افغانستان پر ملي اردو او پوليسو لا زياتې پانګونې ته اړتيا ده، تر څو په پرمختللي امنيتي ځواک بدل شي او د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د شويو پرمختګونو دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې په افغانستان کې د شويو پرمختګونو د ساتلو لپاره د نړيوالو سياسي حضور ته اړتيا ده، څو اقتصاد او امنيت ښه شي.

خو د جمهوررئيس کرزي وياند اېمل فيضي د جنرال ډانفورډ دا څرګندونې د نړيوالو له ژمنو سره په ټکر  كې بللي.

نوموړي ازادۍ  راډيو ته ويلي، چې په ټولو نړيوالو کنفرانسونو کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د کلک ملاتړ ډاډ ورکړل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA