ads

ولې مو وژني؟

د تېرې اوونۍ د سې شنبې د مازدیګر څلور بجې او شل دقیقې یو ځل بیا د کابل ښاریان د یوې درنې او زورورې چاودنې غږ ولړزول. دغه چاودنه په کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد له كبله رامنځ ته شوه چې د لومړنیو شمېرو له مخې پکې ۱۷ […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1392
ولې مو وژني؟

د تېرې اوونۍ د سې شنبې د مازدیګر څلور بجې او شل دقیقې یو ځل بیا د کابل ښاریان د یوې درنې او زورورې چاودنې غږ ولړزول. دغه چاودنه په کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد له كبله رامنځ ته شوه چې د لومړنیو شمېرو له مخې پکې ۱۷ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې د مازدیګر څلور بجې او شل دقیقې یو ځل بیا د کابل ښاریان د یوې درنې او زورورې چاودنې غږ ولړزول. دغه چاودنه په کابل ښار کې د سترې محکمې په دروازه کې د ځانمرګي بريد له كبله رامنځ ته شوه چې د لومړنیو شمېرو له مخې پکې ۱۷ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

دغه بريد په داسې حال کې تر سره شو چې د محکمې کارکوونکي کورونو ته روان وو او غوښتل يې موټرو ته پورته شي.

د عامې روغتيا وزارت وياند كنشكا بكتاش تركستاني كليد ته وويل چې په دې پېښه كې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه ټپيان بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي دي: (( په وژل شويو او ټپيانو کې پر ښځو او ماشومانو سربېره د محکمې کارکوونکي او لارويان هم شامل دي.))

خو د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمد داوود امين وايي چې په دې بريد كې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپيان دي.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.

بلخوا د ملګرو ملتونو یوه نوې څېړنه ښيي چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې له کبله نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې څېړنې له مخې، د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څېړنه کې بیا هم د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي علت بلل شوی.

په دې څېړنه کې راغلي چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې ملکیانو ته ۷۴ فیصده مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د دې څېړنې د خپرېدو پرمهال وویل، د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوي او ټپيان شوي چې ۲۱ فیصده یې ماشومان دي: (( د روان کال د جنورۍ له پیل څخه د جون تر شپږمې نېټې پورې موږ د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۲۴۹۹ پېښې ثبت کړي، دا پېښې ټولې د جګړې له کبله رامنځ ته شوې دي، يوه موضوع چې ډېره د اندېښنې وړ ده هغه دا ده چې، د دې مرګ ژوبلې ۲۱ فیصده وژل شوي او ټپيان ماشومان دي چې دا د منلو وړ نه دي.))

د ملګرو ملتونو په دې نوې څېړنه کې ملکیانو ته د اوښتې ۹ فیصده مرګ ژوبلې مسوولیت پر افغان ځواکونو اچول شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د دې نوې څېړنې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې داسې راپورونه یو اړخیز بللي او رد کړي يې دي.

په  افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکې سناریو ده چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال څخه را پدېخوا یو ځل بیا پرته له ځنډه دوام لري او ختمېدو ته يې نه یوازې هیله من کېدای نه شو، بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا، د جګړې په چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم  زیات شي.

دا څرګند حقیقت دی چې تل د دې جنګونو قربانیان بې ګناه ملکي کسان، ښځې او ماشومان دي چې له دواړو لوریو وژل کېږي. که په ژوره توګه ځیر شو، د هېواد په تنظیمي جګړو کې یوازې په کابل ښار کې د ۶۰ زرو په شاوخوا کې ملکي او بې ګناه کابل ښاریان ووژل شول، خو وروسته تر هغې خلکو دا تمه درلوده چې ګوندې نور به نو امن راشي او دا وژنې به ختمې شي، خو له بده مرغه د خلکو دا هیله د بیا ځلي جګړې لمبو په اور ایره کړه.

اوس اوس چې په هېواد کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د پوځي لېږد وروستي پړاو ته نژدې کېږو، وینو چې دغه نا امني او د دښمن بريدونه زیات او ورځ تر بلې پراخېږي او آن د ملکي مامورینو له وژنو هم ډډه نه کېږي. په داسې حال کې چې څه وخت مخکې طالبانو دا ویلي وو چې زموږ د بريدونو هدف به کورني او بهرني پوځي مرکزونه وي، خو وروستۍ پېښې ښيي چې د دوی د بريدونو ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA