ads

د جګړې په اوږه، د سولې كوږ بار

په تېرو دوو میاشتو کې قطر ته دا د جمهور رئیس کرزي دوهم سفر دی، په دې سفر کې جمهور رئیس د افغانستان په استازیتوب د امریکا او اسلامي نړۍ کنفرانس ته وینا وکړه او د سولې په رابطه یې د قطري مشرانو ملاتړ خپل کړ. په تېرو دوو میاشتو کې قطر ته دا د […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1392
د جګړې په اوږه، د سولې كوږ بار

په تېرو دوو میاشتو کې قطر ته دا د جمهور رئیس کرزي دوهم سفر دی، په دې سفر کې جمهور رئیس د افغانستان په استازیتوب د امریکا او اسلامي نړۍ کنفرانس ته وینا وکړه او د سولې په رابطه یې د قطري مشرانو ملاتړ خپل کړ.

په تېرو دوو میاشتو کې قطر ته دا د جمهور رئیس کرزي دوهم سفر دی، په دې سفر کې جمهور رئیس د افغانستان په استازیتوب د امریکا او اسلامي نړۍ کنفرانس ته وینا وکړه او د سولې په رابطه یې د قطري مشرانو ملاتړ خپل کړ.

له دې سره جوخت ځینو افغان چارواکو رسنيو ته داسې انځورونې وركړې چې ګواكې دا ځل وسله وال طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته تیار شوي دي.  د دې خبر په پخلي كې پاكستانۍ اېكسپرس ټريبيون ورځپاڼې هم تېره اوونۍ ولیکل چې په دې اړه لا وار د مخه د مى په مياشت كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډابينز افغان جمهور رئيس سره كتلي او هغه ته يې په نږدې راتلونكي كې د سولې له عالي شورا سره د طالبانو د خبرو د پيلېدو خبر وركړى.

د ورځپاڼې په نکل ډابينز شايد له اسلام اباد سره هم د طالبانو د وړانديزونو خبره راسپړلې وي. يادې ورځپاڼې دغه راز لیکلي وو چې طالبان د خبرو لپاره يو لړ شرطونه لري  او افغان حكومت كه څه هم د طالبانو له شرطونو سره موافقه نه ده ښودلې، خو د يوې مناسبې حل لارې د موندلو لپاره بحثونه لا هم روان دي. ځكه افغان دولت غواړي چې وسله وال طالبان، القاعده ډله په علني توګه وغندي او د قطر په دفتر كې دې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره مستقيمو خبرو ته غاړه كېږدي.

سرچينې د يو افغان چارواكي له قوله چې نوم يې نه دى ښودلى، ليكلي، وسله وال طالبان پرته له دې چې د كومې ډلې نوم واخلي، چمتو دي چې ترهګريز فعاليتونه وغندي او همدارنګه طالبان پرته له دې چې د كوم ځانګړي ارګان نوم واخلي، چمتو دي چې د سولې په خبرو كې برخه واخلي.

په دې لړ كې يوې بلې رسنۍ (( پاكستان ټوډې)) هم داسې راپور خپور كړى چې د دغه هېواد نوى منتخب صدراعظم میا نوازشریف به راتلونکې اوونۍ افغانستان او سعودي عربستان ته له طالبانو سره د خبرو اترو د پرانستې او څرنګوالي په اړه د نظرياتو شريكولو لپاره سفر وكړي. ورځپاڼه وايي د پاکستان حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند(س) له مشر مولانا سمیع الحق سره هم په پرله پسې تماس کې دی او د دې تماسونو هدف دا دی چې طالبان خبرواترو ته حاضر کړای شي.

خو بل لوري ته د طالبانو یوه وياند قاري يوسف احمدي له افغان دولت او له سولې عالي شورا سره د هر ډول خبرو راپورونه رد كړي دي، يو شمېر افغان شنونكي هم په دې باور دي چې افغان دولت، امريكا او پاكستان تر دې دمه د سولې په هر ډول هڅو كې پاتې راغلي او اوس له يو طرفه تبليغ له لارې غواړي چې خلك د جګړې د پاى په اړه هيله من او طالبان د افواهاتو په خپرولو سولې ته مايل كړي.

د چارو شنونكى جنرال رحمت الله رووفي وايي، تر اوسه كه د افغان دولت، سولې شورا، امريكا او پاكستان يوې سوله ييزې هڅې هم نتيجه وركړې واى، نو اوس به جګړه ختمه وه: ((اول خو دا چې طالبان هېڅ ډول مثبت ځواب نه وايي، يعنې هغوى لا هم د جګړې په موډ كې دي، دېخوا كه افغان دولت يو طرفه تبليغات كوي، دا به هسې د ځان غولول وي، طالبان به له خپل نيولي دريځه چې لومړى يې له امريكا سره خبرې دي، وانه وړي، ځكه په دې سره د هغوى د جنګياليو مورال كمزورى كېږي او طالبان هېڅكله دا كار نه كوي، ځكه د دولت او طالبانو تر منځ د اساسي ستونزو د حل په هدف كوم ډيالوک نه دى رامنځته شوى.))

اخوا په پكتيا كې سياسي مقاله ليكونكى عارف الله حقپرست په دې عقيده دى چې طالبان هېڅكله هم د سولې خبرو ته مثبت ځواب نه وايي او په هر وار سره خپلې غوښتنې رامخته كوي چې افغان دولت ته د منلو وړ نه دي.

د ده په خبره طالبان كه د سولې بهير كې شامليدل غواړي، نو مجبور دي چې له خپلو غوښتنو تېر او د افغان دولت هغو ته غاړه كېږدي او دا طالبانو ته د منلو وړ نه ښكاري: (( زما له نظره امريكا سره به د طالبانو خبرې ((د څه راكړه او څه واخله)) په مصداق وي، مګر كه افغان دولت سره خبرو ته كېني، دلته به يوازې د حكومت غوښتنې مطرح وي او طالبان دا كار په هيڅ صورت نه كوي، هغوى له افغان دولت څخه د خپلو غوښتنو د عملي كولو لپاره جنګ ته ډېره ترجيح وركوي، ځكه خو د افغان دولت له لوري د سولې هڅې بې نتيجې ښكاري.))

خو سياسي شنونكى او مدافع وكيل خالد نور بيا په يو نوي پړاو كې د طالبانو او افغان دولت خبرې له امكانه لرې نه بولي، نوموړى وايي، طالبانو وړاندې هم ويلي وو چې لومړى به له امريكا او بيا به له افغان دولت سره خبرې كوي: (( له افغان دولت او سولې شورا سره خبرې به زما له نظره طالبانو ته ګټورې وي، ځكه اوس امريكا طالبانو ته د دښمن په سترګه دومره نه ګوري، يوازې د طالبانو قضيه له افغان دولت سره ده او په دې اړه افغان حكومت لا وار د مخه نېك نيت ښودلى، اوس كه طالبان خبرو ته چمتو وي او دا راز پټ ساتي، هغه به بېله خبره وي اما غوڅه لاره يې دا ده چې د سولې پروسه تحقق ومومي، په دې برخه كې كه هر لورى لومړى ګام راخلي ولس به يې هر كلى وكړي.))

طالبانو تر دې وړاندې ډېرى وختونه له بېلابېلو اړخونو سره د سولې په اړه بحثونه كړي، کال وړاندې دغې ډلې له امريکايي چارواکو سره په قطر کې لیدلي وو، بیا د پاریس په کنفرانس کې کیناستل، خو تر ننه پورې د جګړې په اوږه، د سولې د كوږ بار

منزل ته ونه رسېد.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA