ads

د ايران په ټاکنو کې منځلارى مذهبي مشر تر نورو مخكې دى

د ايران د انتخاباتو د يوې برخې له نتيجو ښکاري چې منځلارى مذهبي مشر حسن روحاني مخکې دى. د جمعې د ورځې د انتخاباتو تر څلورمې برخې لږې رايې تر اوسه شمېرل شوي دي. د ايران د کورنيو چارو د وازرت په وينا؛ روحاني تر اوسه نهه څلويښت د ايران د انتخاباتو د يوې برخې […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1392
د ايران په ټاکنو کې منځلارى مذهبي مشر تر نورو مخكې دى

د ايران د انتخاباتو د يوې برخې له نتيجو ښکاري چې منځلارى مذهبي مشر حسن روحاني مخکې دى. د جمعې د ورځې د انتخاباتو تر څلورمې برخې لږې رايې تر اوسه شمېرل شوي دي. د ايران د کورنيو چارو د وازرت په وينا؛ روحاني تر اوسه نهه څلويښت

د ايران د انتخاباتو د يوې برخې له نتيجو ښکاري چې منځلارى مذهبي مشر حسن روحاني مخکې دى.

د جمعې د ورځې د انتخاباتو تر څلورمې برخې لږې رايې تر اوسه شمېرل شوي دي. د ايران د کورنيو چارو د وازرت په وينا؛ روحاني تر اوسه نهه څلويښت اعشاريه اووه اتيا فيصده رايې خپلې کړې دي.

په ده پسې د تهران د ښاروال “باقر قاليباف” رايې ډيرې دي؛ چې شاوخوا پنځلس فيصدو ته رسيږي.

که چېرته يو کانديد هم اکثريت رايې خپلې نه کړي، نو راتلونکې اونۍ به د جون په يو ويشتمه له سره انتخابات وشي.

چارواکي په انتخاباتو کې د رايې ورکوونکو فيصدي تر اويا په سلو کې زياته ګڼي.

نژدې پنځوس ميليونه کسانو د رايې ورکولو حق درلود؛ څو د شپږو کانديدانو په منځ کې يو انتخاب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA