د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون ټينګار کړى، چې د سوريې نښتې پوځي حل لاره نه لري. د پرېس ټي وي خبري چينل د خبر له مخې، بان کي مون د هغه اوږدمهاله کړکېچ لپاره، چې سوريه ورسره لاس او ګرېوان ده، د سياسي حل لارې پيداکولو په هدف يې د ملګرو ملتونو پر هوډ ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون ټينګار کړى، چې د سوريې نښتې پوځي حل لاره نه لري.
د پرېس ټي وي خبري چينل د خبر له مخې، بان کي مون د هغه اوږدمهاله کړکېچ لپاره، چې سوريه ورسره لاس او ګرېوان ده، د سياسي حل لارې پيداکولو په هدف يې د ملګرو ملتونو پر هوډ ټينګار وکړ.
هغه وويل، چې سوريې ته د وسلو د صادرېدو زياتېدل ددغه هېواد د کړکېچ له حلولو سره هېڅ مرسته نه کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څرګندونې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد دولت ضد فعالو وسله والو ته د نويو وسلو د ورکولو لپاره د امريکا د پرېکړې په غبرګون کې مطرح شوې دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جون په ۱۳مه ليکلي، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوبا ما په وړو مهماتو او وسلو سره په سوريه کې د وسله والو د خونديتوب پرېکړه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


