ads

رپوټ: اسراييل پاکستان ته وسلې ورکوي

د يوې اسراييلۍ ورځپاڼې او د بريتانيا د حکومت په يوه رپوټ کې پاکستان ته له اسراييلو نه د پوځي توکو او مهماتو له استولو پرده پورته شوې ده. رپوټ وايي، اسراييلو په تېرو پنځو کلونو کې پاکستان او څلورو عربي هېوادونو مصر، الجزاير، مراکش او متحده عربي اماراتو ته وسلې او نور پوځي توکي […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1392
رپوټ: اسراييل پاکستان ته وسلې ورکوي

د يوې اسراييلۍ ورځپاڼې او د بريتانيا د حکومت په يوه رپوټ کې پاکستان ته له اسراييلو نه د پوځي توکو او مهماتو له استولو پرده پورته شوې ده. رپوټ وايي، اسراييلو په تېرو پنځو کلونو کې پاکستان او څلورو عربي هېوادونو مصر، الجزاير، مراکش او متحده عربي اماراتو ته وسلې او نور پوځي توکي صادر کړي دي.

د يوې اسراييلۍ ورځپاڼې او د بريتانيا د حکومت په يوه رپوټ کې پاکستان ته له اسراييلو نه د پوځي توکو او مهماتو له استولو پرده پورته شوې ده.

رپوټ وايي، اسراييلو په تېرو پنځو کلونو کې پاکستان او څلورو عربي هېوادونو مصر، الجزاير، مراکش او متحده عربي اماراتو ته وسلې او نور پوځي توکي صادر کړي دي.

په دغو توکو کې د رادار سيسټمونه، د جېټ جنګي الوتکو ماشينونه، د الوتکو پرزې او ځيني نور توکي شامل دي.

پاکستان، چې حتا له اسراييلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې هم نه لري، دغه رپوټ په کلکه رد کړى دى.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګه وايي، د بريتانيا د حکومت په رپوټ کې ناسمې ادعاوې شوي، چې په وينا يې هېڅ حقيقت نه لري.

خو يوه اسراييلۍ ورځپاڼه وايي، په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې بريتانيا له اسراييلو نه يو لړ پوځي توکي واخيستل، چې وروسته يې ځينې پاکستان ته صادر کړل او په وينا يې، اسراييلو په ۲۰۱۰ کال کې پاکستان ته د وسلو استولو اجازه هم غوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA