ads

د کلفګان هدیره له اعدام شویو ډکه شوې

د تخار ولایت د كلفګان ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، ايران په دې وروستيو كې د دوى تر ټولو زيات خپلوان او د كورنيو غړي اعدام كړي او داسې مياشت به نه وي چې له دغه هېواده  كلفګان ته د دوو يا دریو اعدام شويو ځوانانو مړي رانه وړل شي. د تخار ولایت د كلفګان ولسوالۍ اوسېدونكي […]

نویسنده: TKG
21 غبرګولی 1392
د کلفګان هدیره له اعدام شویو ډکه شوې

د تخار ولایت د كلفګان ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، ايران په دې وروستيو كې د دوى تر ټولو زيات خپلوان او د كورنيو غړي اعدام كړي او داسې مياشت به نه وي چې له دغه هېواده  كلفګان ته د دوو يا دریو اعدام شويو ځوانانو مړي رانه وړل شي.

د تخار ولایت د كلفګان ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، ايران په دې وروستيو كې د دوى تر ټولو زيات خپلوان او د كورنيو غړي اعدام كړي او داسې مياشت به نه وي چې له دغه هېواده  كلفګان ته د دوو يا دریو اعدام شويو ځوانانو مړي رانه وړل شي.

د کلفګان د زیر شخ كلي اوسيدونكي وايي، د دوى اكثره ځوانان له قاچاقبرانو سره د ايران په پوله ور اوړي او هلته د قاچاقبرانو لخوا ورته د ډېرو پيسو درواغجنې وعدې وركول كېږي، خو كله چې وعدې پوره نه شي، نو دوى بيا اړ كيږي چې د هغوى لپاره ځينې ناقانونه چارې ترسره كړي چې له دې كبله د پوليسو لاس ته كېوځي، كلونه كلونه په زندان كې وي يا د ايراني حكومت لخوا د سياسي اهدافو لپاره په ډېره بې رحمانه توګه په دار ځړول كېږي.

ملا محمد يوسف چې د كلفګان اوسېدونكى او په ايران كې د خپل زوى د مړينې له كبله د وير په ټغر ناست دى، وايي څلور مياشتې وړاندې يې د ايراني حكومت لخوا د زوى د په دار كولو خبر واورېد: ((مشر زوى يې راته له دوه كلن بند وروسته په دار كړ.))

نوموړي زياته كړه: (( زوى مې هلته له یوې ايرانۍ سره واده كړى و، ټليفون كې به يې راته ويل ډېر ژر به درخوشې شم او لمسيان به دې هم درولم، خو خبر شوم چې هغه يې په دار ځړولى او موږ ته يې د هغه مړى هم رانه كړ.))

د ملا محمد يوسف په وينا، دا مهال يې د كمال الدين په نوم بل زوى هم په ايران كې د بند سختې شپې ورځې تېروي، خو اوس د هغه په اړه له دې ډارېږي چې ايران چېرته دا هم په دار نه كړي: (( كمال الدين به اوس ۳۵ كلن وي، اته نيم كاله وړاندې مې ورته كوژده وكړه، د ولور د پيسو پوره كولو لپاره ايران ته ولاړ، خو تر اوسه بندي دى، نامزاده يې هم د پلار پر كور ناسته ده.))

د ملا يوسف په خبره، كه يو زوى يې د حكومت او د ده بې غورۍ د ايران په دار راځړولى، نو د بل د راخوشې كولو او يا كم تر كمه په زندان كې د ليدلو هڅه به پخپله وكړي: (( وكيلانو، وزيرانو او ټولو چارواكو ته په دروازه ودريدم، خو هېڅ ګټه يې ونه كړه، دا دى اوس مې پاسپورټ جوړ كړى، ايران ته د خپل يو زوى قبر او د بل بندي زوى ليدلو ته ورځم.))

د كلفګان ولسوالۍ يو بل تن سپين ږيرى شمس الرحمن هم په ايران كې د يادې سيمې د زياتو ځوانانو په دار ځړېدلو خبرې اندېښمن كړى دى.

نوموړي د كليد خبريال يوې داسې هديرې ته له ځانه سره يوړ چې اكثره قبرونه يې تازه او د ده په خبره په ايران كې د حكومت لخوا د وژل شويو افغان ځوانانو وو: (( دا نوى قبر د نقيب الله دى، تېره ورځ مو خاورو ته وسپاره، اووه اته كاله بندي و، اوس يې د قاچاق په تور په دار كړى و.))

د شمس الرحمان د ادعا له مخې دوى هره مياشت دوه يا درې ځوانان چې په ايران كې په دار ځړول شوي وي، هديرې ته سپاري: (( ايران په تېرو څو كلونو كې يوازې زموږ له كلي نږدې ۱۰۰ تنه ځوانان اعدام كړي، خو تر اوسه يې چا پوښتنه نه ده كړې.))

بلخوا په شمال ختيځ زون كې د بشري حقونو خپلواک کمسیون مشرحیات الله امیري دغه ډول اعدامونه غندي او زیاتوي د تیرکال د ارقامو له مخې یوازې کلفګان ته ۱۷۲ تنو اعدام شویو ځوانانو مړي راوړل شوي او په خبره يې دولت بايد له ايران سره دغه ناورين ته د خبرو له لارې د پاى ټكى كېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA