ads

د ناټو پر اكمالاتي کاروان بريد شپږ تنه ووژل

په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې د ناټو پر يوه اکمالاتي کاروان بريد کې شپږ تنه وژل شوي او دوه کانټېنر هم سوځول شوي دي. دغه پېښه پرون له غرمې مخکې لس بجې د خيبر اېجنسۍ د جمرود په شاګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده. په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې د ناټو پر يوه […]

نویسنده: TKG
21 غبرګولی 1392
د ناټو پر اكمالاتي کاروان بريد شپږ تنه ووژل

په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې د ناټو پر يوه اکمالاتي کاروان بريد کې شپږ تنه وژل شوي او دوه کانټېنر هم سوځول شوي دي. دغه پېښه پرون له غرمې مخکې لس بجې د خيبر اېجنسۍ د جمرود په شاګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې د ناټو پر يوه اکمالاتي کاروان بريد کې شپږ تنه وژل شوي او دوه کانټېنر هم سوځول شوي دي.

دغه پېښه پرون له غرمې مخکې لس بجې د خيبر اېجنسۍ د جمرود په شاګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د جمرود يوه دولتي چارواکي جهانګير اعظم وزير پژواك ته ويلي، نامعلومو وسله والو په ياده سيمه کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان، چې د تورخم په لور روان و، راکټي بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، وژل شوي د ياد کاروان موټر چلوونکي او کلينران دي.

عيني شاهدان وايي، چې د راکټي بريد په پايله کې دوه کانټينر په بشپړه توګه سوځېدلي او بريد كوونكي په تېښته بريالي شوي دي.

په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دغه لومړى بريد و، چې د ناټو پر اکمالاتي کاروان ترسره شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA