ads

ټاكنو لپاره ګوندي ايتلافونه

د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په ګام د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته ورنږدې کېږو، له دې سره جوخت داسې نښې نښانې هم تر سترګو کېږي چې ګواکې ځینې سیاسي ګوندونه او احزاب به په ټاکنو کې د پراخ حضور په مقصد سره ایتلافونه وکړي. د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په […]

نویسنده: TKG
20 غبرګولی 1392

د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په ګام د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته ورنږدې کېږو، له دې سره جوخت داسې نښې نښانې هم تر سترګو کېږي چې ګواکې ځینې سیاسي ګوندونه او احزاب به په ټاکنو کې د پراخ حضور په مقصد سره ایتلافونه وکړي.

د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په ګام د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته ورنږدې کېږو، له دې سره جوخت داسې نښې نښانې هم تر سترګو کېږي چې ګواکې ځینې سیاسي ګوندونه او احزاب به په ټاکنو کې د پراخ حضور په مقصد سره ایتلافونه وکړي.

ځینې سیاسي ګوندونه له رسنیو سره په څرګندونو کې د دې پخلی کوي چې د یو شمېر سیاسي احزابو ترمنځ پر دې ټکي خبرې پیل شوې چې د جمهوري ریاست راروانو انتخاباتو ته به ګډ کاندید وړاندې کوي.  که څه هم له وخت مخکې ده چې وویل شي څوک به د راتلونکو جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره کاندید وي، خو سیاسي کارپوه احمد سعیدي د ((تبصره ای پیرامون کاندیدان احتمالي انتخابات ۲۰۱۴ ریاست جمهوري)) کې له بېلابېلو لوریو د احمد ضیا مسعود، ډاکټر عبداله عبداله، محمد حنیف اتمر، ډاکټر زلمی خلیلزاد، ډاکټر علي احمد جلالي، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر انوارالحق احدي او فوزیه کوفي نومونه یادوي چې په غالب ګومان ځینې به یې د راتلونکو احتمالي ایتلافونو له لوري ودرېږي.

په دې اړه د کلید خبریال نورولي سعید لیکي:

د جمهوري ریاست ټاکنو ته په نږدې کېدو ځینې سیاسي ګوندونه هڅه کوي چې د جمهوري ریاست چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره سره ایتلافونه وکړي او واحد کاندید ولري. سیاسي کارپوهان په دې عقیده دې چې ایتلاف د دوو یا څو ګوندونو ترمنځ، امنیت، نفوذ او واک ته د رسېدو په مقصد رسمي او یا غیر رسمي پرېکړه او د ډموکراسۍ له اساساتو ګڼل کېږي، خو اندېښنه په دې ښيي چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نه باور په نتیجه کې به دا ایتلافونه پاېښت او ګټه ونلري، ځکه په تېر وخت کې په خپلو شخصي او ګوندي ګټو پسې تللې دي.

د ازادۍ راډیو د راپور پر بنسټ د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا سر له اوسه هڅې پیل کړې چې د یوه جوړ جاړي له مخې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته واحد کاندید وړاندې کړي. دې مسئلې داسې احتمال رامنځ ته کړی چې ځینې سیاسي ګوندونه او ایتلافونه لا له وړاندې په راتلونکو انتخاباتو کې د بریا لپاره له یو بل سره د سیاسي ایتلافونو لاره خپله کړې.

د حق او عدالت ګوند مرستیال، معین مرستیال وايي چې ښایي د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو شورا د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر یوه کاندید موافقې ته ورسیږي. د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ په شورا کې د ملي ایتلاف، ملي جبهې، حق او عدالت ګوند په ګډون ۲۳ سیاسي ګوندونه او ایتلافونه غړیتوب لري.

دا شورا چې ترډېره د افغان حکومت سیاسي مخالفان په کې را ټول شوي پرحکومت هم ډېرانتقادونه کوي او د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه یې هم په وار وار اندېښنه ښودلې ده. د ملي ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم وایي چې د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا خبرو اترو ته زور ورکړی او د دوی ترمنځ په ډېرو سیاسي مسئلو کې  د پام وړ نږدیوالی موجود دی: “په بېلا بېلو برخو کې هڅې دوام لري د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ په شورا کې همکاري دوام لري او اړیکې یې سره نږدې کړې دي. د دې شورا مشران او د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو غړي هم په اوونۍ کې یو ځل سره ګوري او پرمختلفو سیاسي مسئلو خبرې کوي.”

سیاسي کتونکي وایي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د سیاسي ګوندونو ترمنځ ایتلافونه کیږي، خو دوی ټینګار کوي چې په نورو هېوادونو کې په دې ډول ایتلافونو کې ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ډاکټر فاروق بشر همدا خبره کوي. نوموړی وايي په افغانستان کې دا ډول ایتلافونه کېدای شي چې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره وشي.

خو لیکوال او ژورنالست محمد هاشم قلیاقلي بیا وايي چې په وروستیو لسیزو کې د تک حزبي نظامونو رامنځته کېدلو ایتلافونه بې اغېزې کړې دي: ((له بلې خوا د ایتلافونو فرهنګ په هېواد کې نه دی رامنځته شوی، له دې کبله خلک لږ په دغو ایتلافونو باور کوي.))

د دغه ژورنالست په عقیده، خو له کومه ځایه چې اوسنی موجود نظام لازم ظرفیتونه نه لري، دا اتیلافونه کولای شي چې موازنه وساتي او د ځینو ستونزو په اړه دولت ته ووايي: ((پر دې سربیره واک ته د رسېدو لپاره هم انفرادي هڅې نتیجه نه ورکوي، نو له دې کبله چې د ګوندونو ترمنځ حرکتونه لیدل کېږي او ایتلافونه کېږي.))

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې څه باندې ۴۰ تنه کاندیدان وو، خو له دې ډلې یو شمېر یې له خپلې کاندیداتورۍ څخه د نورو په ګټه تېرشول.  دغه راز په افغانستان کې دا مهال لسګونه سیاسي ګوندونه فعالیت لري چې ځینې ډېر مطرح او فعاله نه برېښي او ښايي چې په راتلونکو جمهوري ټاکنو هېڅ کاندید هم ونلري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA