په يمن کې وروسته له هغې چې د اعتراض کوونکو لاريون پرتاوتريخوالي واوښت لس تنه ووژل شول او ٣٨ نورټپيان شوي دي. فارس خبري اژانس د پوليسو له قوله راپور ورکړى، چې د همدې اعتراض کوونکو له ډلې ٨٧ نور يې دولتي ځواکونو ژوندي نيولي دي.
په يمن کې وروسته له هغې چې د اعتراض کوونکو لاريون پرتاوتريخوالي واوښت لس تنه ووژل شول او ٣٨ نورټپيان شوي دي .
فارس خبري اژانس د پوليسو له قوله راپور ورکړى، چې د همدې اعتراض کوونکو له ډلې ٨٧ نور يې دولتي ځواکونو ژوندي نيولي دي.
سلګونه اعتراض کوونکو پرون د يمن ملي امنيت ادارې مخې ته پرلاريون وتلي وو او د يو شمېر سياسي بنديانو د خوشې کولو پرغوښتنې يې دولت ضدي شعارونه ورکول.
په راپور کې نه دي ويل شوي، چې پرتاوتريخوالي د لاريون د اوښتو لامل څه و، خو زياتوي، چې لاريون کوونکو د خلکو پرمخ د تګ راتګ يو شمېر لارې او سړکونه هم تړلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


