تېره اوونۍ ولسي جرګې د حكومت پر كړنو د څار كمسيون كاري موده دوه مياشتې نوره هم د دې لپاره وغځوله چې د نږدې يو نيم مليون جريبه غصب شوې دولتي او نا دولتي ځمكې د غاصبينو په اړه لا زيات كره شواهد راټول او نومونه يې افشا كړي.
تېره اوونۍ ولسي جرګې د حكومت پر كړنو د څار كمسيون كاري موده دوه مياشتې نوره هم د دې لپاره وغځوله چې د نږدې يو نيم مليون جريبه غصب شوې دولتي او نا دولتي ځمكې د غاصبينو په اړه لا زيات كره شواهد راټول او نومونه يې افشا كړي.
دا كمسيون چې تېر كال د وږي په مياشت كې د ولسي جرګې د اتلسګونو كمسيونونو له ۲۳ غړيو جوړ شو، وايي د دوى د څېړنو له مخې د ځينو اقتصادي او سياسي اهدافو لپاره دا مهال په هېواد كې ۲، ۱ مليونه جريبه ځمكه د ١٥٨٣ غاصبانو لخوا د ځينو لوړ پوړو دولتي چارواكو په ملاتړ غصب شوې ده.
ياد كمسيون وايي، د غصب شويو ځمكو په اړه د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره يې له ګڼو دولتي ارګانونو سره غونډې كړې، خو داسې اسناد يې ترلاسه كړي چې دا غاصبان يا په دولت كې پراخ ملاتړي لري او يا يې هم د جمهور رئيس او د هغه د مرستيالانو په لاسليك ځينې غير قانوني ښارګوټي جوړ كړي دي.
د ولسي جرګې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمسيون د مشر زلمي مجددي په وينا، غاصبانو ته د مجازاتو د نشت له كبله د ځمکو غصبول لا هم په ډېرې چټکې سره روان دى، خو د دې چارې د مخنيوي لپاره يې د كمسيون غړو غاصبانو ته د سزا قانون ګډه طرحه هم جوړه كړې ده: (( دا طرحه به له بحثونو وروسته تصويب او عمومي غونډې ته وړاندې كړو.))
د ياد کمسيون منشي شېرولي وردګ هم وايي چې د ټولو غاصبانو په اړه يې اسناد راټول كړي او ډېر ژر به يې افشا كړي، د نوموړي په خبره په ټول هېواد کې ٣٥٥ ښارګوټې جوړ شوي چې يوازې ٩٤ يې قانوني او پاتې نور يي غيرقانوني دي: (( په دې كې داسې غاصبان هم شته چې عملا په حكومت كې دندې لري.))
دا په داسې حال كې ده د خپلواكو رسنيو كنسرسيوم ( چې كليد ګروپ، پژواك اژانس، هشت صبح ورځپاڼه، نوا راډيو او سبا) د سروې او موندنو پر اساس د اداري فساد ضد ادارې مشر عزيز الله لودين وايي چې په هېواد كې د نويو جوړو شويو اكثره ښارګوټو اسناد جعلي او ځمكې يې غصبي دي، نوموړي دا هم ویلي وو چې د ټولو ۳۵۵ ښارګوټو اسناد باید له سره وڅېړل شي.
د رسنیو د کنسرسیوم دا راپور د کلید اوونیزې په ۵۶۸مه ګڼه کې خپور شوی، لودين د كنسرسيوم سروې كوونكي ته ويلي وو چې د افغانستان د ځمکو د ادارې لخوا ترتیب شوې پېشنهادي طرحه كې راغلي چې ۹۸۶۳۳۴ جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده.
په ۲۰۱۲ میلادي کال د اګست په میاشت کې د ښاري ملکیتونو او ښارګوټو د غصب په اړوند د ځانګړي کمسیون له لوري خپور شوي راپور كې دغه غاصبان په كلي توګه په ګوته شوي او زياته شوې چې د ځکمو غاصبان قوي جنګسالاران او قومندانان، لوړپوړي دولتي چارواکي، د کابینې غړي او نور شتمن خلک چې په ناقانونه توګه او د مخدره توکو د قاچاق له لارې یې پیسې پیدا کړې دي.
خو دا چې ولې تر اوسه د يوې ادارې لخوا هم د يادو غاصبانو نومونه يو په يو نه افشا كېږي، هغه پوښتنه ده چې سياسي شنونكي او د ولسي جرګې ځينې غړي يې هم اندېښمن كړي دي.
په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو استازى ډاکټر رمضان بشردوست همدا خبره کوي. نوموړی تر هرڅه وړاندې د حكومت پر كړنو د څار كمسيون پر چارو نيوكه لري او وايي، رسنيو د غصب شويو ځمكو په اړه تر دوى كره او موثق معلومات خپاره كړي دي: (( د غصب شويو ځمكو په اړه خو ورته رسنيو ډېر راپورونه خپاره كړي، دوى بايد په دې اړه بررسي كړې واى، د دې كمسيون دنده دا وه چې غاصبان افشا كړي او دا كار دوى د مصلحتونو له مخې ونه كړ.))
بلخوا د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي هم د جوزا د ۱۳مې نېټې په غونډه كې وويل، د حكومت پر كړنو د څار كمسيون خپله دنده په سمه توګه سرته نه ده رسولې: (( د دې كمسيون غړو بايد په دې موده كې د هغو کسانو نومونه پيدا او افشا کړي واى چې ځمکې يي غصب کړې دي.))
اوس یو ځل بیا د غاصبانو د افشا كولو لپاره ياد كمسيون ته د دوه مياشتو موده د رايو په اكثريت وركړل شوه، خو د چارو شنونكى رضوان الله بشرمل دا چاره ارزښتمنه نه بولي، نوموړى وايي، دې كمسيون به لا د وخته غاصبان پېژندلي وي او اوس به يې د يو لړ شخصي اړيكو له مخې نومونه نه افشا كوي.
د نوموړي په خبره په دې اړه ارګ ته پكار وه چې يو پرېكنده ګام يې پورته كړى او د غاصبانو د په سزا رسولو امر يې صادر كړى واى: (( دوى به اوس د خيرخانې او يا په شهدا صالحين كې تر خيمو لاندې اوسېدونكو غريبانو نومونه افشا كوي، خو هغه كسان به بيا هم د خپل زر او زور له مخې خوندي پاتې شي چې په زرګونه جريبه ځمكې يې غصب او خېټې يې پرې اچولې دي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


