په يمن کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې شپږ شکمن کسان ووژل شول. دا هوايي بريد د يمن په الجوف سيمه کې شوې او ګمان کېږي، چې وژل شوي کسان د القاعدې شبکې غړي دي.
په يمن کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې شپږ شکمن کسان ووژل شول.
دا هوايي بريد د يمن په الجوف سيمه کې شوې او ګمان کېږي، چې وژل شوي کسان د القاعدې شبکې غړي دي.
دولتي ځواکونو اعلان کړى، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې دا بريد د عربستان پولې ته څېرمه شوى او په وژل شويو کې يو د عربستان تبعه هم شامل دى.
امريکايي بې پيلوټه الوتکې د يمن ترڅنک د افغانستان او پاکستان يو شمېر سيمو کې هم د وسله والو د ځپلو په هدف بريدونه کوي، چې د وسله والو په خوا کې يې وخت ناوخت قربانيان ولسي وګړي هم وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


