د مصر د پخواني جمهوررئيس حسنې مبارک محاکمه، چې د ۲۰۱۱ کال په لاريونونو کې د لاريون كوونكو په وژنې تورن دى، وځنډول شوه.
د محکمې مشر قاضي د محاکمې په لنډې غونډه کې وويل، د زياتو شواهدو د څېړنې په هدف محاکمه د دوشنبې تر ورځې پورې وځنډول شوه.
۸۵ کلن مبارک سيارې محکمې ته، چې د پوليسو په اکاډمۍ کې جوړه شوه؛ په تذکره کې راوړل شو او د تورنو کسانو په غرفه کې يې د محاکمې جريان ليده.
په تېرې محاکمې کې مبارک د عمري بند په سزا محکوم شوى و؛ خو د استيناف محکمې د هغه د بيا محاکمې حکم صادر کړ او د ابتدايي محکمې په اصولو کې يې نيمګړتياوې په ګوته کړې وې.
د مبارک لومړۍ محکمه په مې مياشت کې شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

