د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو تازه بريد ۷ سخت دريځي وسله وال وژلي دي. پاكستاني رسنۍ وايي، بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيرستان په شوال سيمه كې پر يوه درې توغندي توغولي او د وسله والو يو نظامي مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.
د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو تازه بريد ۷ سخت دريځي وسله وال وژلي دي.
پاكستاني رسنۍ وايي، بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيرستان په شوال سيمه كې پر يوه درې توغندي توغولي او د وسله والو يو نظامي مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.
د يادو الوتكو په تېر بريدكې، چې د مې مياشتې په وروستۍ ورځ ترسره شو، د تحريک طالبان پاکستان د مرستيال او مهم قوماندان ولي الرحمن په ګډون د دې ډلې، څو تنه د سر سړي وژل شوي وو.
بې پيلوټه الوتکو په داسې حال کې دا بريد كړى، چې د پاکستان نوي لومړي وزير نوازشريف وړمه ورځ پارلمان ته په خپله لومړنۍ وينا کې د دغو بريدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


