ads

لغمان كې د يوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې شوې

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د لس میليونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. چارواکي وایي، د ښوونځي یاده ودانۍ په پنځه جریبه ځمکه کې په اساسي ډول رغول شې، چې په یوه وخت کې به پکې شپږ سوه زده کوونکي زده کړې وکړي. […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1392
لغمان كې د يوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې شوې

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د لس میليونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. چارواکي وایي، د ښوونځي یاده ودانۍ په پنځه جریبه ځمکه کې په اساسي ډول رغول شې، چې په یوه وخت کې به پکې شپږ سوه زده کوونکي زده کړې وکړي.

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د لس میليونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

چارواکي وایي، د ښوونځي یاده ودانۍ په پنځه جریبه ځمکه کې په اساسي ډول رغول شې، چې په یوه وخت کې به پکې شپږ سوه زده کوونکي زده کړې وکړي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د ښوونځي یاده ودانۍ د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ د کډوالو ښارګوټي کې جوړه شوې ده.

ځواك زياته كړه، د دې منځني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ د افغانستان لپاره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ادارې په مالي لګښت په څلور مياشتو كې جوړه شوې، چې ۸ درسي او ۴ اداري خونې لري.

د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې په لغمان کې ټول ۲۹۱ ښوونځي دي، چې له ډلی یې ۱۵۱ یې ودانۍ نه لري او له امله یې زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA