ads

لغمان كې د استيناف محكمې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د لغمان استیناف محکمې لپاره نن د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت نوې جوړه شوې ودانۍ د ولایتی چارواکو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.چارواکي وایي، یاده ودانۍ د ولایتي بیارغونې ډلې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده. د لغمان استیناف محکمې لپاره نن د شاوخوا شل میلیونه […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1392
لغمان كې د استيناف محكمې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د لغمان استیناف محکمې لپاره نن د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت نوې جوړه شوې ودانۍ د ولایتی چارواکو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
چارواکي وایي، یاده ودانۍ د ولایتي بیارغونې ډلې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د ودانۍ پرانیست غونډه کې د ځایي چارواکو ترڅنګ له کابله راغلي پلاوي هم برخه لرله.

ځواك زياته كړه، د محکمې لپاره ودانۍ ټول مساحت ۷۴۰۰ متره مربع دی او په ۸۰۰ متره مربع ساحه کې یې اداري تعمیر په دوه پوړونو کې جوړ شوی.

د ده په وينا، ودانۍ ۱۶ خونې، نور اړین ملحقات لري او دغه راز یې د ډاګيزو محکمو لپاره په ۴۰۰ متره مربع ساحه کې یو تالارهم رغول شوی.

چارواکي وایي، د دې ودانۍ په پرانیستې سره به د قاضیانو لپاره د ځای کموالي ستونزه هواره او په کارونو کې به یې لا چټکتیا رامنځته شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لغمان استیناف محکمې لپاره ودانۍ ټول لګښت یو کال وړاندې په هغه وخت کې د ولایتي بیا رغونې ډلې ( PRT )له لورې ورکړل شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA