تمه ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزيران به نن او سبا په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د افغانستان په اړه بحث وکړي. په دې غونډه كې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي هم ګډون كوي.
تمه ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزيران به نن او سبا په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د افغانستان په اړه بحث وکړي.
په دې غونډه كې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي هم ګډون كوي.
په كابل كې د ناټو د ملكي استازي وياند ډومينيك ميډلي، چې د كورنيو چار وزارت له وياند صديق صديقي سره يې تېره ورځ په يوه ګډه خبري ناسته كې خبرې كولې، وويل، چې په دې غونډه كې به په افغانستان كې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په لړۍ او له ۲۰۱۴ كال وروسته د ايساف او ناټو په ماموريت خبرې وشي.
بلخوا د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې امنيتي ځواكونه د لېږد په لړۍ جدي كار كوي او تر راتلونكې يوې مياشتې پورې به د دغې لړۍ وروستي پړاو ته ورسېږي.
نوموړى زياتوي، چې افغان امنيتي ځواكونه اوس پياوړي شوي او كولاى شي، امنيتي چارې په ښه توګه سمبال كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امنيتي چارو د لېږد د لړۍ څلورم او پنځم پړاوونه د بشپړېدو په حال كې دي او ډېر ژر به يې وروستى پړاو هم پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

