ټاكل شوې، چې سبا تركمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ريل د کرښې د جوړولو كار رسماً پيل شي. د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير انټرفاکس خبري اژانس ته ويلي، چې د درې واړو هېوادونو جمهوررئيسان به د دې هېواد په ليباپ سيمه کې په همدې اړه
ټاكل شوې، چې سبا تركمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ريل د کرښې د جوړولو كار رسماً پيل شي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير انټرفاکس خبري اژانس ته ويلي، چې د درې واړو هېوادونو جمهوررئيسان به د دې هېواد په ليباپ سيمه کې په همدې اړه جوړېدونکو مراسمو کې برخه واخلي.
ترکمن چارواكي وايي، د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ريل دا کرښه به څلور سوه کيلومټره اوږده وي.
د يادو هېوادونو جمهوررئيسانو په تېره مارچ مياشت کې د ريل د دې کرښې د جوړولو موافقه لاسليک کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

