ads

عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان اعلى وزير وټاكل شو

د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو غونډه د يکشنبې په ورځ را بلل شوې وه، چې په نتيجه کې يې د بلوڅو د ملتپال نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان د نوي اعلى وزير په توګه ونومول شو.   د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو […]

نویسنده: TKG
13 غبرګولی 1392
عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان اعلى وزير وټاكل شو

د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو غونډه د يکشنبې په ورځ را بلل شوې وه، چې په نتيجه کې يې د بلوڅو د ملتپال نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان د نوي اعلى وزير په توګه ونومول شو.

ډاکټر مالک بلوڅ ويلي، چې په بلوچستان کې به ورک بلوڅان پيدا کوي او له مرورو وسله والو بلوڅو سره به د مرکزي حکومت په خوښه خبرې کوي.

د يکشنبې په ورځ اسلام اباد ته نژدې په مري سيمه کې د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان د ملتپال نېشنل ګوند د مشرانو يوه ځانګړې غونډه را بلل شوې وه، چې پکې د بلوچستان د نوي اعلى وزير او والي په اړه خبرې وشوې.

د غونډې په پاى کې خبري کنفرانس ته د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پاکستان راتلونکي لومړي وزير نواز شريف وويل، چې د بلوچستان د خلکو پر ټپونو د مرهم ايښودلو په هدف يې د ملتپال ګوند مشر د ايالت د اعلى وزير په توګه وټاکه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA