په ترکيه کې له څو ورځو راهيسې د پيل شويو لاريونونو په ترڅ کې شپږويشت پوليس او درې پنځوس ملکيان ټپيان شوي او همدارنګه پوليسو له زرو زيات کسان نيولي دي.
په ترکيه کې له څو ورځو راهيسې د پيل شويو لاريونونو په ترڅ کې شپږويشت پوليس او درې پنځوس ملکيان ټپيان شوي او همدارنګه پوليسو له زرو زيات کسان نيولي دي.
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان، چې د اسلامي ريښو لرونکى د عدالت او پرمختګ ګوند يې له ۲۰۰۲ کال راهيسې واکمن دى، د مخالفينو له خوا په دې تورن شوى، چې په يو مستبد مشر د بدلېدو په حال کې دى، خو ده پرون دا ادعا رد کړه.
اردوغان، چې په انقره کې يې د خپلو پلويانو په غونډه کې خبرې کولې وويل، چې د ده يوازينۍ اندېښنه خپل هېواد ته خدمت دى.
نوموړي دا څرګندونې د پوليسو له خوا په ټوله ترکيه کې د حکومت ضد لاريون كوونكو له ځپلو وروسته وکړې.
هغه پر اعتراض کوونکو تور ولګاوه، چې د ترکيې ډيموکراسۍ ته زيان اړوي او په وينا يې، د پوليسو ۸۹ او ۴۲ شخصي موټر، ۴ بسونه او ۹۴ دوکانونه د تېرو دوو ورځو په وحشت کې ويجاړ شوي دي.
يو زيات شمېر اعتراض کوونکو په داسې حال کې، چې بيرغونه يې په لاسونو کې وو، د اردوغان د استعفى غوښتنه کوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


