د کندوز ولایت کوچیان هر کال د پسرلي په شپو ورځو کې کله چې ابدان دښته کې ورشوګانې او د پسرلې واښه په ختمیدو شي خپل څاروي او کډي بدخشان ولایت ته د څارویو د اذوقې د موندنې په نیت باروي ځکه بدخشان په شمال ختیز کې هغه ولایت دی چې پراخ څړ ځایونو او دښتې لري. خو
د کندوز ولایت کوچیان هر کال د پسرلي په شپو ورځو کې کله چې ابدان دښته کې ورشوګانې او د پسرلې واښه په ختمیدو شي خپل څاروي او کډي بدخشان ولایت ته د څارویو د اذوقې د موندنې په نیت باروي ځکه بدخشان په شمال ختیز کې هغه ولایت دی چې پراخ څړ ځایونو او دښتې لري، خو سږکال داسې ښکارې چې په بدخشان کې د شتو ستونزو له کبله کوچیان د خپل همېشنۍ هوډ او عادت خلاف عمل وکړي.
کوچیان وايي، په بدخشان کې د یو شمېر زورواکانو او خپلسرو ټوپک سالارانو لخوا دوی ته په څړ ځایونو کې د څارویو څرولو اجازه نه ورکول کیږي.
دوی وایي که چېرې هلته څاروې څروي نو باید سېمه ییزو خپلسرو وسله والو ته پیسې او ځینې وخت د باج په نوم څو څاروي هم ومني.
په کندوزکې د کوچیانو د اتحادیې امر بارکزی مخلصیار وايي، سږکال کوچیان بدخشان ته په څړ ځایونو کې د پرتو خنډونو او ننګونو له کبله د تلو اراده نلري.
نوموړی دعوه کوي چې په بدخشان کې یو ځایي پخوانی جهادي قومندان خپلو کسانو ته ویلې چې کوچیانو ته باید د پیسو او څارویو په بدل کې له څړ ځایونو د ګټې اخستو اجازه ورکړل شي.
په یاد ولایت کې د کوچیانو چارو ادارې مشر وايي، په وار وار يې یاده ستونزه له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه پورې په اړه يې عملې اقدام نه دی ترسترګو شوی.
له بل لورې کوچیان په کندوز او تخار ولایتونو کې هم د یو شمېر زورواکو لخوا ګواښل کیږي او په مالچرونو کې ورته د څارویو د څر اجازه نه ورکول کیږي.
کوچیان وایي، د دوی څړ ځایونه ټول د یو شمېر ټوپک سالارانو لخوا غصب شوي دي.
۲۷ کلن هیکل چې د کندوز ابدان شنه دښته کې په سخت باد کې د خپل سپي او لکړې سره خپله رمه پیوله وویل: (( کوچیان ړانده چرګان دي، زموږ په نوم مرستې پر لاره تالا کیږي، موږ نه پوهیږو چې څه روان دي، زه همدلته را لوی شوی یم، خو زورواکان مو په دغه دښته کې نه پریږدي، په زوره مو شړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


