ads

روانه اونۍ د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه جوړېږي

ناټو سازمان او د ايساف د متحدو هېوادونو دفاع وزيران په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه غونډه کوي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د غبرګولي په ١٤مه او ١٥مه د بلجيم پايتخت بروکسل کې ترسره کېږي، چې په کې د افغانستان د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم برخه اخلي. ناټو سازمان او […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1392
روانه اونۍ د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه جوړېږي

ناټو سازمان او د ايساف د متحدو هېوادونو دفاع وزيران په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه غونډه کوي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د غبرګولي په ١٤مه او ١٥مه د بلجيم پايتخت بروکسل کې ترسره کېږي، چې په کې د افغانستان د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم برخه اخلي.

ناټو سازمان او د ايساف د متحدو هېوادونو دفاع وزيران په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د غبرګولي په ١٤مه او ١٥مه د بلجيم پايتخت بروکسل کې ترسره کېږي، چې په کې د افغانستان د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم برخه اخلي.

په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومينېک ميډلي پژواک ته ويلي، چې  په دې غونډه کې د دفاع وزيرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو او  اروپايي اتحاديې استازي هم ګډون کوي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازى او د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ به هم په ياده غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان د وروستيو حالاتو ترڅنګ د امنيت د لېږد پروسې، د ايساف د اوسني او د ناټو د راتلونکي ماموريت په اړه به معلومات وړاندې کړي.

ميډلي وايي، چې د ناټو او ايساف د دفاع وزيران به د هغې لاسته راوړنې او هدف په اړه بحث وکړي، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې ترسره شي او هغه د افغان ځواکونو له خوا د ټول افغانستان د امنيتي چارو او د عملياتو مشري اخيستل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA