ads

د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړېږي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما اعلان وكړ، چې راتلونکى کال به د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي. بارک اوباما دغه اعلان پرون په واشنګټن کې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړ. د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما اعلان وكړ، […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1392
د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړېږي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما اعلان وكړ، چې راتلونکى کال به د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي. بارک اوباما دغه اعلان پرون په واشنګټن کې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړ.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما اعلان وكړ، چې راتلونکى کال به د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي.

بارک اوباما دغه اعلان پرون په واشنګټن کې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړ.

هغه د افغانستان د ملي ځواکونو پر پرمختګونو او لاسته راوړنو ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، چې د ټول هېواد د امنيت ترلاسه کولو لپاره چمتو شوي دي.

بارك اوباما وويل، دوى به هغه هدف ترلاسه کړي، چې د شيکاګو په کنفرانس کې يې ټاکلى و او هغه د افغان ځواکونو لخوا د ټول هېواد د امنيتي چارو ترلاسه کول  او د عملياتو مشري پر غاړه اخيستل دي.

د امريکا جمهوررئيس زياته كړه، چې تر هغې وروسته به ايساف او ناټو ځواکونه له جګړه ييز ماموريت څخه د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموريت ته واوړي.

اوباما ددې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې د  ۲۰۱۴ کال  پر مهال به د ناټو د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه جوړه شي، چې پکې به له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو پر وتلو او تر ۲۰۱۴ کال وروسته پر حالاتو بحث وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA