په خيبرپښتونخوا ايالت کې د يوې درنې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي. دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ٧ بجې د پېښور ښار په ګلبهار سيمه کې د خلکو د ګڼې ګونې يوې ډكې سيمې کې شوې ده.
په خيبرپښتونخوا ايالت کې د يوې درنې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ٧ بجې د پېښور ښار په ګلبهار سيمه کې د خلکو د ګڼې ګونې يوې ډكې سيمې کې شوې ده.
د پاکستاني جيو ټلويزيون د راپور له مخې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي وو.
پوليس وايي د پېښې ټپيان يې نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي، چې ډاکټرانو يې د ځينو هغو روغتيايي حالت نازک ښودلى.
د دې چاودنې مسوليت لا چا پر غاړه نه دى اخيستى او نه يې هم په تور پوليسو څوک نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

