د هند په جنوبي اندراپردېش ايالت او نورو سيمو کې د سختې ګرمۍ او تودو بادونو له کبله له ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هند په شمالي ايالتونو کې، د تودوخې درجه پرله پسې ډول له معموله لوړه ده، چې له كبله يې ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
خو تر ټولو ډېره ګرمي په جنوبي ايالت اندرا پردېش کې ده، چې د طبيعي پېښو پر مهال د مرستو ځايي ادارې چارواکو په وينا، دغه سيمه کې له ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د يادې ادارې چارواکي وايي، د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې د مې تر ۲۴ مې د تودو بادونو له کبله ۸۵ کسان مړه شوي وو، خو د تېرو دريو ورځو په اوږدو کې ډېر کسان اغېزمن شوي دي.
د دوشنبې په ورځ اندراپردېش کې د طبيعي پېښو پر مهال د مرستو ادارې وويل، چې د مړو کسانو شمېر ۵۲۴ کسانو ته رسېدلى.
د اندراپردېش په ګنټور او کهتم سيمو کې سختې ګرمۍ ډېر خلک وژلي، چې په کې د هوا پېژندنې ادارو د تودوخې درجه له ۴۹ درجې هم پورته ثبت کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

