ads

بمي چاودنې پنځه پاكستاني پوليس افسران ووژل

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې تېره ورځ د پوليسو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه پوليس افسران وژلي دي. ځايي پوليسو ويلي دي، چې دا بريد د شانګله په غرنۍ سيمې کې د پوليسو د عادي ګزمې پر مهال شوى دى. دا سيمه د پېښور په […]

نویسنده: TKG
7 غبرګولی 1392
بمي چاودنې پنځه پاكستاني پوليس افسران ووژل

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې تېره ورځ د پوليسو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه پوليس افسران وژلي دي.

ځايي پوليسو ويلي دي، چې دا بريد د شانګله په غرنۍ سيمې کې د پوليسو د عادي ګزمې پر مهال شوى دى.

دا سيمه د پېښور په شمال ختيځ کې دوه سوه دېرش کيلومټره لرې پرته ده.

د رپوټونو له مخې، په چاودنه کې په وژل شويو کسانو کې يو لوړ پوړى پوليس چارواکى هم شامل دى.

تر اوسه كومې ډلې د دې بريد مسووليت نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA