ads

د ملکیانو ظالمانه وژنې

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو له کبله زیات شمېر ملكي وګړو چې پکې سپین ږیري، ښځې  او ماشومان هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بمي […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1392
د ملکیانو ظالمانه وژنې

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو له کبله زیات شمېر ملكي وګړو چې پکې سپین ږیري، ښځې  او ماشومان هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو له کبله زیات شمېر ملكي وګړو چې پکې سپین ږیري، ښځې  او ماشومان هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، د تېرو دوو اوونيو په ترڅ كې د غويي په ۲۵مه ننګرهار كې د شېرزي لوبغالي مخې ته چاودنې دوه تنه پوليس ووژل، خو نږدې ۱۱ تنه ښوونځي ته روان ماشومان يې ټپيان كړل، ورپسې د غويي په۲۶مه د كابل په شاه شهيد سيمه كې ځانمرګي بريد د دوو امريكايي سرتېرو او څلورو افغان قرارداديانو په ګډون ۱۵ تنه ووژل او نږدې ۴۲ تنه ملكي وګړي يې ټپيان كړل چې پړه يې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې ومنله.

په همدې ورځ د پكتيكا سروبي ولسوالۍ كې هم ځانمرګي بريد  يو تن دوكاندار وواژه او په سيمه كې د پراختيايي شورا د مشر تر څنګ يې۷ تنه نور ملكيان ټپيان كړل.

د غويي په ۲۷مه هم كراره ورځ نه وه او د كندهار په عينو مېنه كې د مېلې په ځاى كې دوه غبرګو چاودنو ۹ تنه ملكي وګړي ووژل او د ۱۱ پوليسو په ګډون يې ۷۰ ملكيان چې ماشومان هم پکې شامل وو، سخت ټپيان كړل.

د دې پېښې په سبا د خوست ښار په سبزي منډيي كې هم د سرحدي پوليسو پر موټرو چاودنه كې يو تن سرحدي پوليس او لس تنه نور ملكي وګړي سخت ټپيان شول، همدارنګه په همدې نېټه د پكتيكا د يحيى خېلو ولسوالۍ په سره دېوال سيمه كې د سړك غاړې ماين چاودنې يو تن وواژه او د يوې ښځې او دريو ماشومانو په ګډون يې۵ تنه ملكي وګړي ټپيان كړل، خو د غويي په ۳۰مه د بغلان د ولايتي شورا پر دفتر ځانمرګي بريد بيا د دولتي مامورينو په ګډون ۱۴تنه مړه او ۱۰ نور سخت ټپيان كړل.

په  افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکی داستان دی چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال څخه را پدېخوا یو ځل بیا پرته له ځنډه دوام لري او د هغه ختم ته نه یوازې هیله من کېدای نه شو، بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا، د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم  زیات شي.

د کال په لومړیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په هېواد کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې د دولت پر وسله والو مخالفینوغږ وکړ چې پر ملکي وګړو له بريدونو لاس واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازی وایي، د روان ۲۰۱۳ ميلادي کال په لومړیو دريو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي تلفات نژدې په سلو کې دېرش زیات شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، یان کوبیش وویل، په ملکي تلفاتو کې دغه د اندېښنې وړ زیاتوالی د تېر کال د ورته مودې سره پرتله شوى، خو دا په داسې حال کې ده چې په ټول تېر۲۰۱۲ ميلادي کال كې ملکي تلفات په سلو کې دولس کم شوي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازی همدارنګه له افغان او د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو څخه هم وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات او په دې برخه کې د سرغړونو څېړنه وکړي.

په داسې حالی کې چې ملګري ملتونه د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په سلو کې د دېرشو د زیاتوالي خبره کوي، په افغانستان کې د انجيوګانو د خوندیتوب په نوم یوې نادولتي موسسې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې د ورته مودې لپاره د طالبانو له لوري په بريدونو کې د ۴۷ فیصده زیاتوالي خبره کړې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي چې په جګړه کې دواړه ښکېلې خواوې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي سبب شوي دي.

په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کېږي چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته پاملرنه نه کېږي او په ډېره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کېږي.

په پای کې ویلی شو چې د افغانستان جګړه اوس په یوه نه حلېدونکې معما بدله شوې چې حتی نړیوال یې د حل لارې ته ګوته په خوله دي، خو یو څه چې د ویلو وړ دي هغه دا دي چې تر څو په خپله افغانان سره یو لاس او یو موټی نه شي او دغې غمیزې ته د حل لاره ونه مومي، نورې ټولې هڅې به بې ګټې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA