ads

امريکا له روسيې سره د سوريي پر سره سلا مشورې كوي

ټاکل شوې؛ چې د امريکا د متحدو ايالاتو او روسيې د بهرنيو چارو وزيران سبا ته په پاريس کې سره وګوري. دواړه لوري پردې خبرې کوي؛ چې څنګه د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد او د هغه مخالفين د جينوا په نړېوال کنفرانس کې سره مخامخ کولاي شي. ټاکل شوې؛ چې د امريکا د متحدو ايالاتو […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1392
امريکا له روسيې سره د سوريي پر سره سلا مشورې كوي

ټاکل شوې؛ چې د امريکا د متحدو ايالاتو او روسيې د بهرنيو چارو وزيران سبا ته په پاريس کې سره وګوري. دواړه لوري پردې خبرې کوي؛ چې څنګه د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد او د هغه مخالفين د جينوا په نړېوال کنفرانس کې سره مخامخ کولاي شي.

ټاکل شوې؛ چې د امريکا د متحدو ايالاتو او روسيې د بهرنيو چارو وزيران سبا ته په پاريس کې سره وګوري.

دواړه لوري پردې خبرې کوي؛ چې څنګه د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد او د هغه مخالفين د جينوا په نړېوال کنفرانس کې سره مخامخ کولاي شي.

رپوټونه وايي؛ چې د قصير ښار د سوريې پوځي ځواکونو محاصره کړى او د عملياتو مشري د حزب الله وسله وال کوي.

ټاکل شوې؛ چې راتلونکې مياشت په سوريه کې د روان بحران د سياسي حل موندلو لپاره نړيوال کنفرانس جوړ شي.

د سوريې پوځ يوه اونۍ مخکې د دې ښار د بيرته نيولو لپاره عمليات پيل کړل. قصير د حمص او د لبنان د سرحد ترمنځ پروت دي چې درژيم د مخالفينو لپاره د اکمالاتو له پلوه هم مهم ګڼل کيږي.

د مخالف ايتلاف عمده غړو رويټرز ته ويلي چې ښايي د جنيوا په کنفرانس کې برخه واخلي خو ګومان نه کوي چې په بيړني ډول د بشارالاسد د له واکه لرې کيدو پريکړه وشي، هغه څه چې د دوي اساسي غوښتنه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA