ads

آيساف له پاكستان سره پر افغانستان خبرې وکړې

آيساف ځواكونه وايي چې لوى قومندان يې د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. پژواك خبري آژانس په کابل کې د ايساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې له قوله ويلي، چې دا ليدنه پرون د جنرال جوزېف ډنفورډ او پاکستان د پوځ د مشر جنرال     آيساف ځواكونه […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1392
آيساف له پاكستان سره  پر افغانستان خبرې وکړې

آيساف ځواكونه وايي چې لوى قومندان يې د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. پژواك خبري آژانس په کابل کې د ايساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې له قوله ويلي، چې دا ليدنه پرون د جنرال جوزېف ډنفورډ او پاکستان د پوځ د مشر جنرال

 

 

آيساف ځواكونه وايي چې لوى قومندان يې د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

پژواك خبري آژانس په کابل کې د ايساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې له قوله ويلي، چې دا ليدنه پرون د جنرال جوزېف ډنفورډ او پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني ترمنځ  د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ترسره شوه.

جنرال ډنفورډ ويلي، چې د پاکستان د پوځ له مشر سره يې د امنيتي ګواښونو، د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه، چې د افغانستان، پاکستان او ايساف ګډه همکاري د سيمې د ثبات لپاره مهمه ده.

يو شمېر پاكستاني رسنيو د پوځ د سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې د دې ليدنې پر مهال له افغانستان څخه د پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA