ads

د ځينو ښارګوټو اسناد جعلي دي

په هېواد کې ډېرى شته د استوګنې ښارګوټي په ناقانونه او خپلسرې بڼه جوړ شوي او په ځينو سيمو کې پر غصب شویو ځمکو لا هم د استوګن ځايونو د جوړولو هڅې دوام لري.     په هېواد کې ډېرى شته د استوګنې ښارګوټي په ناقانونه او خپلسرې بڼه جوړ شوي او په ځينو سيمو […]

نویسنده: The Killid Group
4 غبرګولی 1392
د ځينو ښارګوټو اسناد جعلي دي

په هېواد کې ډېرى شته د استوګنې ښارګوټي په ناقانونه او خپلسرې بڼه جوړ شوي او په ځينو سيمو کې پر غصب شویو ځمکو لا هم د استوګن ځايونو د جوړولو هڅې دوام لري.

 

 

په هېواد کې ډېرى شته د استوګنې ښارګوټي په ناقانونه او خپلسرې بڼه جوړ شوي او په ځينو سيمو کې پر غصب شویو ځمکو لا هم د استوګن ځايونو د جوړولو هڅې دوام لري.

له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې په هېواد کې د ٣٥٥ نويو جوړو شويو ښارګوټو له ډلې د ډېرو د ځمکې اسناد جعلي دي او په اړه يې د څېړنو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ځمکو د ادارې د يوه راپور له مخې چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په اړه چمتو شوى دى، ښيي چې په افغانستان کې د ٩٨٦٣٣٤  جريبه غصب شوې ځمکې ٢٣٠٨١٠ جريبه د ٢٢٨ ښارګوټو له لورې غصب شوې.

د ازادو رسنيو مشارکت (پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، سبا نشراتي بنسټ او د هشت صبح ورځپاڼه) يوه څېړنه ښيي چې په وروستيو کلونو کې په جوړو شويو ښارګوټو کې ځينو خلکو ځمکې اخستي او کورونه يې په کې جوړ کړي دي او ځينو نورو يې تيار جوړ شوي کورونه پېرودلي دي.

د يادونې ده چې د ځېنو ښارګوټو ساختماني چارې لا هم دوام لري او ځېنې نور يې د نقشې په حال کې دي.

د دغو ښارګوټو له ډلې کابل ښاروالۍ ١٠ ښارګوټو او د ښار جوړونې وزارت ١٥٧ ښارګوټو ته جواز ورکړى دى.

له دې ښارګوټو څخه  لسګونه يې په کابل کې په غير قانوني ډول جوړ شوي دي.

کابل ښاروالۍ تېر کال د ليندۍ په شپږمه نېټه په کابل کې د دولتي املاکو راپور او لست چې په کې افرادو او اشخاصو غيرقانوني مالکانه تصرفات کړي وو، په ولسي جرګه کې د حکومت پر کړنو د څار کمسيون ته يې استولى دى.

دغه راپور چې يوه کاپي يې د ازادو رسنیو مشارکت  ته را رسېدلې، څرګندوي چې د خاتم الانبيا، شهرک اتفاق، حضرت رسول اکرم، عرفاني، محمديه، هديه، دوازده امام، صفا (په ريگرېشن کې)، ثارالله، جنرال نصرت، اقبال قلعۀ قاضي، جاغوري، خراسان، گلبهار ټاور، افغان اروپا، سبز، پوليس، روستاها، دهکدۀ اول، دوم و سوم، آقا علي اصغري، فيروزي (ليګو ګلوبل)، بصير عمرزى، عبدالقيوم، بدخشان، محسني، شهرک سيد ابراهيم و حاجي کبير، بوستان، محمدي، ملافضل تره خېل، تميم انصار، مقدس، سبز زار، ممتاز، سبز، غازي اباد، رفاه، حاجي حسن علي (په ريشخور کې) ګلباغ، حاجي شفيق الله (په پروژه چهل دختران کې)، قاضي آباد، حاجي رحمت الله او حاجي ګل بت، حاجي شاه جهان او حاجي منير، د حاجي شفيق الله کوچنى ښارګوټى او اميد سبز ښارګوټي ټول په غير قانوني او خپل سري ډول جوړ شوي دي.

خو په راپور کې د زياتو معلوماتو له ورکړې پرته راغلي چې د اميد سبز ښارګوټي اسناد تر قانوني پړاو تېرولو دي.

د ښاروالۍ په راپور کې راغلي چې د ملاعزت، صديق فيصل، ازادي، غريب اباد، بالا شهر، مولانا جلال الدين محمد بلخي او سعادت ذبيح الله ښارګوټي د ملکيت دعوه نه کوي.

د کابل ښاروالۍ د دغه راپور پر بنسټ د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د معيوبينو او معلولينو ښارګوټي د ځمکې يوه برخه غصب شوې ده.

د استقلال (په زېر کوه کې په حاجي منيز او عبدالواسع پورې اړه لري)، سعادت پروېزعرب زاده، سعادت (امر ستار پورې اړوند)، پامير، وحدت، عدالت، صلح، اسلام اباد، ګلستان، ارياى سبز، شريف اباد، ذاکرين، نجات مېنه (په نجيب کابلي پورې اړوند) او د کابل ښار په ١٧مه ناحيه کې د ادروګل پراختيايي ښارګوټى هم د کابل ښاروالۍ په راپور کې شامل دي، خو د کيفيت د څرنګوالي په اړه يې په راپور کې څه نه دي ويل شوي.

د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال عبدالاحد واحد وايي چې د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې ځينو ښارګوټو هغه مهال د ښار جوړولو له وزارت نه خپل جوازونه په داسې حال اخستي چې هغه وخت دغه ساحه په ښاري ماسټر پلان کې شامله نه وه.

هغه د دغو ښارګوټو له مشخصولو پرته وويل، د دا ډول ښارګوټو مالکان بايد د قانوني پړاوونو د وهلو لپاره ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.

د ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې يوازې دوو ښارګوټو کار ته نجات مېنه د نجيب الله کابلي اړوند او ادروګل ښارګوټي ته جواز ورکړى دى.

په ولسي جرګه کې د حکومت پر کړنو د څار د ځانګړي کمسيون غړى صالح محمد سلجوقي وايي چې د ښارګوټو په اړه د کابل ښاروالۍ راپور ور رسېدلى او په کمسيون کې تر بحث لاندې دى.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې يوازې لسو ښارګوټو ته د جوړېدو جواز ورکړى دى.

د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال عبدالاحد واحد وايي چې په کابل کې د سليم کاروان، شاداب ظفر، طلايي، ګولډن سيټي، استقلال (په رحمان مېنه کې) رستم حيدري، اريا، مسکن، ميرويس او نوروز اباد په نومونو ښارګوټو له ښاروالۍ نه جوازونه ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دې اداره کې درېيو نورو ښارګوټو (غيبي بابا، ميلاد نور او په زمان خان کلا کې يو بل ښارګوتى) د جوازونو صادرېدل تر کار لاندې دي.

هغه په کابل کې د ښارګوتو کره شمېره ونه ښوده او ويې ويل چې له يادو ١٣ ښارګوټو څخه پرته د نورو ښارګوټو مالکانو دې ادارې ته د جواز ترلاسه کولو لپاره مراجعه نه ده کړې.

د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال په وينا، د قانون له مخې هېڅ يوې ودانۍ ته اجازه نه شته چې د دې ادارې له جواز پرته په کابل ښار کې جوړه شي.

د ښار جوړونې وزارت مرستيال حاجي محمد اکبر احمدي هم د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې د کابل ښارګوټي له ماسټر پلان پرته جوړ شوي چې د دغه وزارت لپاره رسميت نه لري.

د ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په کابل کې ٤٤ ښارګوټو ته اجازه ورکړې ده.

اميد سبز او الحاقي برخه يې، کارته نجات مينه ( د نجيب کابلي اړوند)، کامياب، منشي ميرغلام، د ميرغلام پراختيايي برخه، پلان اصلاحي منشي ميرغلام، نوروزاباد، طلايي او د طلايي پراختيايي برخه، د مهديه دوه ښارګوټي، هيلز، مموزى، دولت زى کوچى، حاجي نذير مېنه، سيد اباد، شهرک سبز، نجات مېنه (د استاد عبدالرب رسول سياف اړوند)، اونکس، ده قلندر، غزنويان، سيد جمال الدين، طلايي په چمتله کې، حبيب، شهرک صفای سبز(پغمان)، صفا (په چمتله کې)،ادروگل، رستم حيدري، عياران، دروېشان، چهل دختران، مهاجرين باريک اب، الاسکان، قهوه خانه، د سروبي ولسوالۍ ښارګوتى، مجتمع رهايشى، ٢٦ سوداګر (بيست شش تجار)، شهدا او معلولين، قصبه رهايشي ملي مهاجرين، بلند منزل رحمان مېنه، حشمت غني او مرجان ښارګوټي په دغو څلوېښتو ښارګوټو کې شامل دي.

د افغانستان د ځمکې اداره چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړونده ده، د جمهور رئیس د ٤٥مې ګڼې فرمان له مخې يې د دولتي ځمکو د غصب په اړه يو فرمان ترتيب کړى او په هغه کې يې هم په ښارګوټو کې شته ستونزو ته اشاره کړې ده.

دغه راپور چې کاپي يې د ازادو رسنيو مشارکت ته را رسېدلې څرګندوي چې د کابل د بګرامي ولسوالۍ په بتخاک کې د حاجي منجي دوه ښارګوټي، د محمد امين مشترک ښارګوټى، صوفي محمد ابراهيم، د کابل د بګراميو په سهاک کلي کې امين الله او صادق، په سهاک کې د صوفي محمد امين او محمد ابراهيم بل ښارګوټى، د غفار شهيد او محمدعثمان ګډ ښارګوټي، د کابل په پغمان کې نظام الدين، لعل ګل، ګل احمد او جان محمد، د کابل په چهار اسياب کې د مياخېل او د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د محمد شريف صفا د ښارګوټو ځمکې غصب کړې دي.

همدارنګه په دغه راپور کې د جزئياتو له ورکړې پرته راغلي چې د منشي ميرغلام ښارګوټى، اميد سبز، اونکس، د خيرخاني کوتل نجات او په کابل کې سليم کاروان ښارګوټي هم د ځمکې قانوني ستونزه لري.

د يادو سرچينو معلومات څرګندوي چې بېلابېلې ادارې د ځينو ښارګوټو په اړه بېلابېل معلومات وړاندې کوي.

د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي چې د کابل سليم کاروان ښارګوټى، له دې ادارې ودانيز جواز ترلاسه کړى، خو د کرنې وزارت راپور څرګندوي چې دغه ښارګوټى د ځمکې قانوني ستونزه لري.

د نجيب کابلي نجات مېنه ښارګوټى او د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې د ادروګل پراختيايي ښارګوټى هم د ښاروالۍ په دغه راپور کې شامل دي، خو د کيفيت د څرنګوالي په اړه يې په راپور کې څه نه دي ويل شوي.

خو د ښار جوړونې وزارت وايي چې د نجيب کابلي کارته نجات مېنې او ادروګل ښارګوټو لپاره د ښار جوړونې وزارت جوازونه ورکړي دي.

ښاروالي د نجيب الله کابلي د ښارګوټي نوم د نجات مېنه او د ښار جوړولو وزارت د کارته نجات مېنه ياد کړى دى، خو د دغه ښارګوټي مسوولين ورته نجات نوم اخلي.

همدارنګه د کرنې وزارت راپور څرګندوي چې د محمد شريف اړوند شهرک صفا ښارګوټى په هغو ښارګوټو کې شامل دى چې ځمکې يې غصب کړې، خو د ښار جوړونې وزارت وايي چې دغه ښارګوټي ته يې جواز ورکړى دى.

د ښاروالۍ د راپور په يوه برخه کې اميد سبز ښارګوټى په غيرقانوني ښارګوټو کې شامل شوى، خو په تعقيب سره يې ليکلي چې د اميد سبز ښارګوټي قانوني مراحل تر کار لاندې دي.

خو د ښارجوړولو وزارت وايي چې اميد سبز ښارګوټي له دوى نه جواز ترلاسه کړى دى.

د ځينو ښارګوټو مسوولين په يو ډول نه يو ډول د خپلو ښارګوټو له قانونيت څخه دفاع کوي.

د نجيب الله کابلي په مشرۍ د مشارکت ملي افغانستان ګوند مرستيال حبيب الله ناصري د کابلي په استازیتوب وويل چې کابلي د هغې ځمکې قباله لري چې ښارګوټى يې په کې جوړ کړى دى.

ناصري وايي چې نجيب الله کابلي اوسمهال له هېواد نه بهر په سفر دى او لويې څارنوالۍ ته يې هم ويلي چې د دې ځمکې لاسوندونه هم وړاندې کولاى شي، ځکه چې دغه ځمکه د نجيب الله کابلي او د هغه د کاکا د زامنو ملکيت دى.

دغه راز د ګلبهار د پانګونې يو مسوول وايي چې د ګلبهار ټاور د شرعي قبالې ترڅنګ د دغه ښارګوټي جوړېدو لپاره د وزيرانو شورا او د محکمې هوکړه له ځان سره لري او د جواز کار يې په کابل ښاروالۍ کې تر جريان لاندې دى.

خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى حاجي شېرعلي چې د حاجي منجي ورور دى وايي چې ورور يې شخصي ښارګوټى نه لري.

هغه وايي چې څو کاله وړاندې د جمهور رئیس د فرمان له مخې د کابل په بتخاک کې کوچيانو ته ځمکې ووېشل شوې او اوسمهال په هغې سيمه کې د کوچيانو بېلابېلو قبيلو د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.

د هغه په وينا، د استوګني دغه کورونه په انفرادي ډول جوړ شوي او بيا د حاجي منجي ښارګوټي په نامه نومول شوى دى، ځکه چې حاجي منجى د کوچيانو له مشرانو څخه يو دى.

هغه وويل چې حاجي منجى اوسمهال په پاکستان کې دى.

د ملافضل په نومد ښارګوټي مالک قاضي فضل الرحمن (په ملافضل مشهور) چې ښارګوټى يې د ښاروالۍ په راپور کې د ملافضل تره خېل په نوم ياد شوى وايي چې دغه ښارګوتى د نوي کابل پروژې يوه برخه ده، خو تر اوسه يې کار نه دى پيل شوى.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاروالۍ په راپور کې يادونه شوې وه چې د دغه ښارګوټي مالک له ويزه کېدو او ودانيز جواز تر اخستو وړاندې د ځمکو د نومرو پر وېش پيل کړى دى.

فضل الرحم وايي چې ده او د سيد عبدالنبي نبي په نوم يوه بل کس نږدې ٩ کاله وړاندې په ګده د دغه ښارګوټي ٧٠٠ جريبه ځمکه د تره خېلو له خلکو نه چې شرعي قباله لري؛ پېرلې ده.

د فضل الرحمن په وينا، د دې ځمکې يوه برخه يې په عياران ښارګوټي کې مدغم کړې او بله برخه يې د حاجي رسول خان په نوم يوه کس ته د”رسول مصير” په نوم ښارګوټي جوړولو لپاره ورکړې ده، خو تر اوسه پورې د نوي کابل پروژې د کار له پيل پرته د دغو دوو ښارګوټو کار نه دى پيل شوى.

د هغه په خبره، د عياران او رسول مصير ښارګوټو د ښار جوړولو له وزارت څخه جواز اخستى، خو له دغه وزارت څخه د ويزه شویو ښارګوټو په لست کې چې د ازادو رسنيو مشارکت ته رسېدلى، د رسول مصير ښارګوټي يادونه نه ده شوې.

د عياران ښارګوټي رئيس حاجي دوست محمد جلالزى وايي چې تر اوسه پورې د فضل الرحمن د ځمکې ١٣٥ جريبه په دغه ښارګوټي کې شامله شوې ده.

هڅه وشوه چې په کابل ښار کې د نورو ښارګوټو له مسوولينو سره هم اړيکه ونيول شي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

هغه کسان چې په دغو ښارګوټو کې يې ځمکې او يا کورونه اخستي، متفاوت نظرونه لري.

د حاجي منجي ښارګوتي يو اوسېدونکى حاجي تورک وايي چې نږدې اته کاله وړاندې د جمهور رئیس د فرمان له مخې په بتخاک کې کوچيانو ته ځمکه وېشل شوې ده.

نوموړى زياتوي چې د دغه ښارګوټي ځمکه د حاجي منجي او ملاتره خېل کوچي له خوا خلکو ته ووېشل شوه او خلکو د ځمکې په بدل کې هېچاته پيسې نه دي ورکړې.

د کابل ښار يو اوسېدونکى چې په ملاعزت ښارګوټي کې يې يوه نومره ځمکه اخستې وايي، دا چې دولت څوکاله وړاندې د دغه ښارګوټي او په دغه ښارګوټي کې د استوګنې کورونو له جوړېدو سره ممانعت ونه کړ، نو خلک باور لري چې د ښارګوټي مالک قانوني جواز ترلاسه کړى دى.

هغه چې په راپور کې يې د نوم خپرېدل نه غوښتل وويل چې خلکو په دغه ښارګوټي کې ځمکې اخستې او له مالک څخه يې د ځمکو عرفي قبالې هم ترلاسه کړې دي.

نوموړي په اړوندو دولتي سرچينو نيوکه وکړه او زياته يې کړه: “که د غيرقانوني والي خبره وي، بيا خو د کابل ښار ډېرى کورونه په غير پلاني سيمو کې جوړ شوي دي، د استوګنې په پلاني سيمو کې هم ډېرى کورونه د قانون خلاف له دوو نه په زياتو پوړونو کې جوړ شوي، بيا دې نو حکومت ټول کابل ښار وران کړي.”

نوموړي همدارنګه زياته کړه: “د څو وروستيو کلونو په اوږدو کې د کابل په ښارګوټو کې په زرګونو خلکو د مليونونو ډالرو په ارزښت ځمکې اخستې، کورونه يې په کې ودان کړي، که چېرته غيرقانوني وي، نو ولې يې حکومت مخنيوى نه کوي.”

همدارنګه د هغه په وينا، خلک اړ دي چې په غير پلاني سيمو کې د کور جوړولو لپاره ځمکې واخلي، ځکه حکومت د خلکو د سرپناه ستونزې ته پاملرنه نه کوي.

هغه زياته کړه: “داسې کسان پېژنم چې اته کاله وړاندې يې د کابل په ارزان قيمت پروژه کې د يوې نومرې ځمکې لپاره پيسې تحويل کړې، خو تر اوسه پورې هم دغه ځمکه د هغوى په واک کې نه ده ورکړل شوې.”

خو د ١٢امام ښارګوټي اوسېدونکى او د کاوش په نوم د معاملاتو د لارښوونې دفتر مالک حاجي محمد جمعه وايي چې د دغه ښارګوټي ١٢٠ جريبه ځمکه درېيو کسانو (حاجي حسين علي، حاجي ميرزا او حاجي خدايداد) اته کاله وړاندې د حاجي معين په نامه د يوه کس له زوى څخه چې شرعي قباله يې درلوده، اخستې ده.

هغه وويل چې دغو درېيو تنو ياده ځمکه پر خلکو پلورله او خلکو په کې د استوګني کورونه جوړ کړي دي.

حاجي جمعه زياته کړه چې دغه ښارګوټى پر خپل سر د ښاروالۍ له جواز پرته جوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه: “ښارګوټى خپلسرى جوړ دى، د کابل په هېڅ ځاى کې هم نقشه او قانوني شوى نه دى، د ښاروالۍ د نه پاملرنې له کبله خلک اړ دي چې غيرقانوني کورونه جوړ کړي.”

د هغه په وينا، درېيو کسانو چې دغه ځمکه يې پېرلې او پلورلې ده، کوم دفتر نه لري او ادرس يې هم دوى ته نه دی معلوم.

د کابل ښار په ځينو سيمو کې په غصب شویو ځمکو د استوګنې ساحو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د ځمکو ادارې په راپور کې راغلي چې د کابل په بېلابېلو ولسواليو کې له اتيا زياتو کسانو له ٢١٨٩٥ جريبو نه زياته ځمکه غصب کړې او تصميم لري چې د استوګنې پر ساحو يې بدله کړي.

له دې ډلې ٢٨ پېښې په شکردرې، ٢ په سروبي، ٧ په پغمان، ٣ په بګرامي، ٨ په چهار اسياب، ٣ په خاک جبار، ٣٢ په قره باغ او ١ يې په موسهي ولسوالۍ کې دي.

د غيرقانوني ښارګوټو ستونزه له کابل پرته د هېواد په نورو ولايتونو کې هم شتون لري.

د افغانستان د ځمکې ادارې په ياد راپور کې راغلي: “غاصبانو د هېواد په کچه د ٢٢٨ غيرقانوني ښارګوټو په چوکاټ کې ٢٣٠٨١٠ جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.”

په دغه راپور کې په کابل کې له ١٤ ښارګوټو پرته چې وړاندې يې يادونه وشوه، د نورو ښارګوټو نومونه نه دي اخستل شوي، خو دا يادونه په کې شوې چې په کابل ولايت کې ٢٣ ښارګوټو ١٩٦٠٠جريبه، په بلخ کې ٧١ ښارګوټو نږدې ٥٥ زره جريبه، په هرات کې ٥ ښارګوټو ٣٠٠٠ جريبه، په ننګرهار کې ١٣٢ ښارګوټو له ١٤٥زره جريبه ډېره ځمکه، په پروان کې درېيو ښارګوټو ١١٠٠جريبه ځمکه او په غزني کې دوو ښارګوټو٧٠٠٠جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د ښارجوړونې وزارت مرستيال هم وايي چې په هېواد کې په لسګونو ښارګوټي پر خپل سر جوړ شوي، خو دغه وزارت په دې برخه کې يوازې هغو ښارګوټو ته جواز ورکړى چې دوى يې مسووليت لري.

د ښارجوړولو وزارت يو لست څرګندوي چې دغه وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې ١١٣ ښارګوټو ته جواز ورکړى دى.

د دغه لست پر بنسټ په بلخ ولايت کې٣٥ ښارګوټي، په هلمند کې ١٣، په هرات کې ١٣، په کندوز کې اته، په لوګر کې ٦، په باميانو کې ٥، په کندهار کې ٤، په ننګرهار کې ٤، په خوست کې ٤، په غزني ښار کې ٣، په پروان کې ٣، په ميدان وردګو کې ٣، په تخار کې ٢، په لغمان کې ٢، په پکتيا کې ٢، په پکتيکا کې ٢، په بغلان کې ١، په فراه کې ١، په دايکنډي کې يې ١ او همدارنګه په جوزجان کې هم١  ښارګوټى د دغو ١١٣ ښارګوټو له جملې نه دي.

د اتفاق، شهداى مزارشريف، کمال نبي زاده، مولاناى بلخ، خالد ابن وليد، گلستان، د امام سجاد دوه ښارګوټي، مايار مېنه، شهدا، ديپلوماتيک، سيغاني، علي اباد، ازادي، سخي اباد، شهدا (د قربان علي اړوند)، د اميري دوه ښارګوټي، دU برخه مزارشريف، احمدشاه مسعود، جعفريه، کارته علي چوپان، رسول برات، حضرت عمر فاروق، غضنفر، خواوي، سلطان خراسان، فريد علمي، زينبيه، خاتم الانبيا، قلعه منصور، پروژه متحد، نصرت اباد، چغچي او قرقين ٣٥ ښارګوټي په بلخ ولايت کې په دغه لست کې شامل دي.

همدارنګه په دغه لست کې څرګنده شوې چې د حاجي محمد اسماعيل خان مېنه، حاجي خيرمحمد خان، نهر سراج مېنه، حاجى ادم خان، حاجي موسى خان، قصبه دهقاني، جنوب احمدشاهي مېنه، ساحه بولان، محمد ايوب خان مېنه، د احمدشاهي مېنه په نوم درې ښارګوټي او واحدي مېنه ښارګوټي په هلمند کې په هغو ښارګوټو کې شامل دي چې قانوني جواز لري.

د دغه لست پر بنسټ د کوثر، مهاجرين، شيدايي، مهاجرين تقي نقي، بند سلما، قالين بافي، عزيز اباد، سيد جمال الدين افغاني، خواجه شيخ احمد، اريانا، اسلمي، په هرات کې مجتمع مسکوني او مي فروش، سرفراز ښارګوټي، د کندوز فيروز ساختماني شرکت، ګلباد، مولانا جلال الدين محمد بلخي، رستاق اباد، نازکمير، مولاناى بلخ او په کندوز کې د الچين ښارګوټى، ټول هغه ښارګوټي دي چې د ښار جوړولو د وزارت جوازونه لري.

همدارنګه په لوګر کې د اصحاب بابا، کنجک، کارته مامورين، ولسوالي چرخ، دشت خوشي او په لوګر کې مس عينک، ملا غلام ښارګوټي، د دشت قشقه ساحه، د عيسى خان دښتې درېيمه برخه، د عيسې خان دښت اوله برخه او په باميانو کې مهاجرين يکاولنګ، په کندهار کې د استقلال مېنه، نايب سلطان محمدخان، ايوب خان مېنه او داود مېنه هم د ١١٣ يادو ښارګوټو له جملې څخه دي.

د دغه لست پر بنسټ په ننګرهار کې د سيدجمال الدين افغان مېنه، نجم الدين اخندزاده، غازي امان الله خان او شيخ مصري ښارګوټي، په خوست کې د څارنکوټ، متون مېنه، تجارتي افضلي ځدراڼ او د مرکز مهاجرين په خوست کې، د سلطان محمود کبيري، حکيم سنايي او هزار فاميلي په غزني کې، ګلغونډۍ، ګلستان او قره بېک ايزديار په پروان کې او په ميدان وردګو ولايت کې د کډوالو، کوچي کډوالو او کوتل تخت؛ ټول هغه ښارګوټي دي چې په دغه لست کې شاملېږي.

په تخار کې د کارته کوثر او کارته کهسار ښارګوټي، په لغمان کې د سرخکان دوه ښارګوټي، د کارته مامورين او مومنخېل ښارګوټي په پکتيا کې، په پکتيکا کې ګلشن شهباز او مامورين، په بغلان کې زمانخېل، په فراه کې هزار فاميلي، په دايکنډي کې د کډوالو ښارګوټى او په جوزجان کې د چغچي ښارګوټى د هغو ښارګوټو له جملې نه دي چې د ښار جوړولو وزارت جواز لري.

د ښارجوړونې وزارت مرستيال وايي، له دې کبله چې په هر ولايت کې د خپلسرو ښارګوټو شمېر خورا زيات دى، نو په دې اړه کره معلومات نه شي وړاندې کولاى.

هغه د بېلګې په ډول د بلخ ولايت يادونه وکړه، چې وزارت يې د پوليسو او ښاروالۍ په همکارۍ په دې توانېدلى چې د ډېرى ښارګوټو مالکان پيدا کړي.

نوموړي وويل: “يوازې شل سلنه مو ونه موندل، له هغو څخه ډېرو خلکو ځمکې په غير قانوني ډول غصب کړې، له دوى څخه يې يو شمېر په هېواد کې دننه نه شته، د دوى د ځمکو محدوده څه ډول پيدا کړو چې څومره ځمکه يې په خپل پلان کې نيولې، پلان يې هم په بشپړ ډول نه دى پلى شوى، بس په داسې يوه حالت کې يو.”

احمدي زياتوي چې د ښارجوړولو وزارت په هېواد کې د ښارګوټو جوړولو د ټولو جزئياتو او شمېر معلومولو لپاره يوه څارونکې ډله رامنځته کړې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره ادعا کوي چې د ډېرى ښارګوټو د ځمکو اسناد جعلي دي.

د دې ادارې د رئيس عزيزالله لودين په وينا، دهېواد په کچه ٣٥٥ ښارګوټي موجود دي چې د ډېرو د ځمکو اسناد يې په لاس جوړ شوي (جعلي) دي او بايد و ارزول شي.

هغه نه غوښتل چې په دې برخه کې جزئيات ورکړي، خو ويې ويل چې د دې ستونزه يې جمهوري رياست ته په ليکلې بڼه استولې چې ډېرى ښارګوټي په غير قانوني ډول جوړ شوي او اسناد يې هم شکمن دي.

د لودين په خبره، له اداري فساد سره د مبارزې ادارې په هڅو په مليونو ډالرو ځمکه بېرته اخستل شوې ده.

نوموړي وويل چې د دولت د شتمنيو په ځانګړي ډول د دولتي ځمکو غصب د هېواد په ټولو ولايتونو کې دود دى.

هغه وايي: “د دولت د شتمنيو په ځانګړي ډول د دولتي ځمکو غصب هر چېرته دود دى او علت يې هم دا دى چې هېڅوک له چانه نه پوښتي چې دا شتمني ستا وه؟ له کومه دې کړه او اوس يې د ملکيت کوم سند په لاس کې لرې که نه؟ خو کوم اسناد چې ورسره وي، ډېرى يې جعلي دي چې بايد څېړنه يې وشي چې ايا اسنادو له پخوا نه شتون درلود، که نه.”

نوموړى وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد دولت په لوړه کچه جدي تصميم ونيسي، څو د اړوندو ارګانونو له خوا چاڼ وشي، د دولت ملکيتونه دولت او د افرادو ملکيتونه افرادو ته بېرته ورکړي.

لودين کابل ښاروالي په کيندنو تورنوي او د بېلګې په ډول وايي چې څو ځلې يې له دې ادارې څخه له اداري فساد سره د مبارزې ادارې ته نږدې د باغ بالا پر غونډۍ د خپل سرو ودانيو د مخنيوي غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي شوي.

يو شمېر ښارګوټو چې جوازونه يې ترلاسه کړي، د بنسټيزو شبکو پلان هم نه دى عملي کړى او سرغړونې يې کړې دي.

حاجي محمد اکبر احمدي څرګنده کړه چې د ښار جوړولو وزارت په دې وروستيو کې د هېواد په کچه ٧٠ هغو ښارګوټو ته  چې د بنسټيزو شبکو له اړخه نيمګړي پېژندل شوي، اخطار ورکړى او د وزارت د پلان د نه پلي کېدو په صورت کې به يې د فعاليت جواز لغوه کړي.

خو هغه د دغو ښارګوټو نومونه وانه خستل.

د هغه په خبره، په کابل کې رامنځته شوي ښارګوټي چې د ښارجوړولو له وزارت څخه يې جواز اخستى، ډېر کم شمېر يې (څلور يا پنځه) په دې توانېدلي چې د وزارت د بنسټيزو شبکو پلان په خپلو ښارګوټو کې پلى کړي، “هغه هم د وزارت تر فشار لاندې.”

همدارنګه د کرنې وزارت په خپل ٤٨٤ مې ګڼې راپور کې چې د حکومت د کړنو د مطالعې او څېړنې ځانګړي کمسيون ته د ١٣٩١ لمريز کال د مرغومې په ٩ استول شوى، راغلي چې د هېواد په کچه ١٠٨ ښارګوټو په ژمن ليک عمل نه دى کړى او يا يې هم د تخنيکي ستونزو په درلودو سره تېروتنې کړې دي.

سره له دې چې چارواکي په هېواد کې د ورته ښارګوټو د مخنيوي د هڅو خبره کوي، خو په هېواد کې نا قانونه ښارګوټي لا هم شتون لري.

د ښار جوړولو وزارت مرستيال وايي چې اوسمهال په کابل کې د هر ډول خپلسرۍ مخه نيول شوې او ياد وزارت ښارګوټو ته هغه مهال د جوړېدو جواز ورکوي چې د يوه ښارګوټي غوندې ټول معيارونه لکه تفريحي ساحې، روغتيايي او تحصيلي کمپلکس، صنعتي او سوداګريزې ساحې بشپړې کړي.

هغه وويل چې د جواز پاڼې صادرول د کابل له ښاروالۍ سره په پوره همغږۍ کې ترسره کېږي او د اړوند نورو ارګانونو نظر هم د دې پروسې يوه برخه ده.

نوموړي په تېر کې د ظرفيتونو کمښت، نا امني، د امنيتي چارواکو نه همکاري او د زورواکو خپلسري توب عمده علتونه وګڼل او ويې ويل، ټول هغه ښارګوټي او ودانۍ چې د ښار جوړولو او ښاروالۍ له جواز پرته په دغه ښار کې جوړ شوي، غير قانوني دي.

د نوموړي په وينا، د ښار جوړونې وزارت د څو مکتوبونو په استولو سره له کورنيو چارو وزارته غوښتي چې د خپلسرو ښارګوټو جوړولو مخنيوى دې وکړي.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي چې کابل ښاروالي په دغه ښار کې له جوړېدونکي هر ښارګوټي څخه خبرتيا لري، خو دا چې ښاري پوليس يې په واک کې نه شته، نو د خپلسرو ودانيو د جوړولو د مخنيوي په اړه يې اړوندو ارګانونو ته مکتوبونه استولي، خو له دې سره سره يې مخنيوى نه دى شوى.

د کابل ښاروالۍ ګڼ شمېر مکتوبونه چې کاپي يې د ازادو رسنيو ته را رسېدلې، څرګندوي چې دې ادارې د کورنيو چارو له وزارت، د کابل له ملي امنيت او د پوليسو د بېلابېلو حوزو له امريتونو غوښتي، څو د خپلسرو ښارګوټو جوړولو په مخنيوي کې له دوى سره مرسته وکړي.

خو د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي چې په دې برخه کې اړينه همکاري نه ده شوې.

د کابل ښاروالۍ ٦٧٠ / ٤٨٤ ګڼې مکتوب چې د ١٣٨٩ لمريز کال د وري په ٣١مه د جمهوري رياست په نوم ليکل شوى، د کورنيو چارو وزارت، کابل امنيه قومندانۍ، د کابل ښار د ملي امنيت او پوليسو له ١٦مې حوزې څخه په کې غوښتل شوي، څو له کابل ښاروالۍ سره د “ګلبهار ټاور” ودانۍ د ودانيزو کارونو په درولو او ويجاړولو کې همکاري وکړي.

خو د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو له خوا هېڅ اقدام نه دى شوى.

د کابل ښاروالۍ د مکتوب له مخې، ياده ساحه په ١٣٦٥ لمريز کال د ترتيب شوي پلان له مخې د تاسيساتو، فرهنګي او تفريحي کمپلکسونو لپاره ځانګړې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش وايي، تر هغو چې د ودانيو د جوړېدو په برخه کې د ښار جوړولو او ښاروالۍ مکتوب دغه وزارت ته ونه رسېږي او اړوند حوزه خبره نه شي، نو هېچا ته هم د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.

خو له بلې خوا نوموړى زياتوي چې په ځينو مواردو کې د غيرقانوني ودانيو جوړېدو د مخنيوي لپاره د ښاروالۍ او ښارجوړونې وزارت مکتوب هغه وخت کورنيو چارو وزارت ته رسېږي چې کار يې بشپړ شوى او يا هم د بشپړېدو په حال کې وي.

دانش وايي چې ځينې کسان په غلا او د پلان خلاف ودانۍ جوړوي، خو پوليس يې له خبرېدو سره سم ورته ورانوي.

دانش د ودانيو د مالکانو او پوليسو ترمنځ هر ډول معامله چې ګڼې د پيسو د ورکړې په بدل کې ورته د کار اجازه ورکول کېږي، ردوي.

نوموړي زياته کړه: “څرنګه مې چې مخکې اشاره وکړه، د يوې ودانۍ د مخنيوي يا د يوه ښارګوټي د نارسميت په اړه د ليک ناوخته او يا هم پر وخت نه را رسېدل ستونزې زېږوي، تاسې ډېرى ښارګوټي وګورئ چې نيمګړي پاتې دي، يو دليل يې دا دى چې پوليسو ته ډېر ناوخته خبر ورکول کېږي، کله چې پوليسو ته خبر ورکړل شي، نو بېړنى اقدام کوي او مخه يې نيسي.”

خو د کابل ښاروالي وايي چې د ورته خپلسرو ودانيو د مخنيوي لپاره پر وخت اقدام کوي او اړوند ارګانونه په رسمي ډول له جريان نه خبروي.

هغه وويل، په دې اړه چې د ګلبهار ټاور کار تر کومې کچې قانوني دى، معلومات نه لري، خو زياته يې کړه: “که چېرته غير قانوني وي، نو د ښار په زړه کې دا ډول ودانۍ نه شته، حتماً داسې سرچينې او مرکزونه شته چې هغوى ته يې د فعاليت اجازه ورکړې، لکه څرنګه چې څه موده وړاندې ورسره د جمهوري رياست حکم و.”

د ښارګوټو په چوکاټ کې او له هغې نه بهر د ځمکو غصب په افغانستان کې له عمده ستونزو څخه دي.

د هغه وړانديز شوې طرحې په مسوده کې چې د هېواد په کچه د غصب شویو دولتي او شخصي ځمکو د موضوع په اړه د يو شمېر ارګانونو په مرسته د افغانستان د ځمکو ادارې له خوا چمتو شوې او يوه نسخه يې ترلاسه شوې، له مخې يې په افغانستان کې په ټوليز ډول ٩٨٦٣٣٤ جريبه ځمکه غصب شوې ده.

په دغه مسوده کې راغلي چې د هېواد په کچه ٣٥٥ قانوني او غيرقانوني ښارګوټي موجود دي چې پلاني ښارګوټي په ١٠٩٢٦٢جريبه قانوني ځمکه ويزه شوي، خو ٢٦٢٥٣٧ جريبه دولتي ځمکه د ښارګوټو د مالکانو له خوا اضافي نيول شوې او ياهم غصب شوې ده.

د ښاري ملکيتونو او ښارګوټو ځانګړي کمسيون د راپور له مخې چې د تېر کال په تله مياشت کې ترتيب شوى، په افغانستان کې يې د ځمکو د څلور ډوله غصب څخه يادونه کړې ده چې عبارت دي له : د افرادو له خوا د دولتي ملکيتونو غصب، د افرادو له خوا د افرادو د ملکيت غصب، د افرادو د ملکيت غصب د دولت له خوا او د دولت له خوا د دولت د ملکيتونو له غصب څخه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملکيتونو ٧٥سلنه غصب د دولتي ملکيتونو غصب دى چې د افرادو له خوا شوى دى.

په راپور کې يادونه شوې چې وسله وال قومندانان او زورواکي، هغه پيسه لرونکي چې خپلې پيسې يې په غير قانوني ډول او د قاچاق له لارې ترلاسه کړې، مامورين او لوړپوړي منصب لرونکي، حتى د کابينې د غړو په کچه خلک د دغو غاصبينو په ډله کې شامل دي.

د ازادو رسنيو مشارکت د پژواک له خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبانشراتي موسسې څخه جوړ شوى او د اداري فساد او بشري حقونو د نقض په برخو کې څېړنيز راپورونه چمتو کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA