د نايجريا پوځ ويلي، چې د هېواد په شمال ختيځ کې يې د بوکو حرام سخت دريځې اورپکې ډلې پوځي روزنځايونه ويجاړ کړي دي. جنرال کريس اولوکولادي د دغو پوځي کمپونو په اړه ويلي و چې د دغو کمپونو په ويجاړولو کې نژدې دوو زرو پوځيانو برخه اخيستې وه.
د نايجريا پوځ ويلي، چې د هېواد په شمال ختيځ کې يې د بوکو حرام سخت دريځې اورپکې ډلې پوځي روزنځايونه ويجاړ کړي دي.
جنرال کريس اولوکولادي د دغو پوځي کمپونو په اړه ويلي و چې د دغو کمپونو په ويجاړولو کې نژدې دوو زرو پوځيانو برخه اخيستې وه.
جنرال اوکولادي همداراز ويلي، چې يادکمپونه د بوکو حرام ډلې له خوا کارول کېدل، پوځي روزنه يې په کې ورکوله او پر نژدې ښارونو کې له دې ځايه بريدونه طرح کول.
د نايجريا پوځ د هغو درو ښځو او شپږو ماشومانو د خوشي کولو ادعا هم کوي، چې په وينا يې بوکو حرام ډلې تښتولي وو.
له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د بوکو حرام اورپکې ډلې او حکومتي پوځ ترمنځ په نښتو کې لږترلږه تر دوو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
بوکو حرام ډله ادعا کوي، د نايجريا په شمال کې، چې تر ډېره مسلمانان په کې مېشت دي، د اسلامي امارت جوړولو لپاره مبارزه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


